لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سریلنکا د مسلمانو ښځو پر چادري او دیني مدرسو د بندیز پرېکړه کړې


واشنګټن ـــ د جنوبي اېشیا په سریلنکا هېواد کې د چادري یا برقعې په اغوستلو د بندیز او تر 1,000 د زیاتو دیني مدرسو د بندولو پرېکړه شوې ده، چې ورسره به د دې هېواد لږکي مسلمانان اغېزمن شي.

د سریلنکا د ولسي امنیت وزیر سرات ویراسکیرا د شنبې- خالي په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، یو بِل یې د جمعې په ورځ کابینې ته د منظورۍ لپاره لېږلی چې د امنیت په خاطر د ځینو مسلمانو ښځو پر ټول مخ پټولو بندیز ولګول شي.

د رایټرز خبري ایجنسۍ په وینا ښاغلي ویراسکیرا ویلي "زموږ په لومړیو ورځو کې به مسلمانو ښځو او نجونو برقعه نه اغوستله، دا د مذهبي توندروۍ نخښه ده چې په وروستیو کې رامخته شوې ده، موږ به ضرور بندیز پرې لګوو".

په سریلنکا کې- چې اکثر خلک یې بودایي مذهبه دي- په 2019م کال کې هغه وخت د چادري پر اغوستلو د لنډې مودې لپاره بندیز لګول شوی وو، چې پر هوټلونو او کلیساګانو بمي چاودنې شوې وې.

د دغو بمي بریدونو ذمه واري وسلوالې ډلې داعش پر غاړه اخیستې وه چې پکې تر 250 زیات کسان وژل شوي وو.

د سریلنکا د ولسي امنیت وزیر سرات ویراسکیرا وایي، حکومت یې پلان لري هغه تر 1,000 زیاتې اسلامي دیني مدرسې هم بندې کړي چې د ده په وینا د سریلنکا د تعلیم له مرکزي پالیسۍ سرغړونه کوي:

"هیڅوک هم داسې سکول نه شي پرانیستلای چې څه یې خوښه وي هغه پکې ماشومانو ته ورښیي".

د سریلنکا ولسمشر ګوټابایا راجاپاکسا د 2019م کال تر صدارتي ټاکنو مخکې په هېواد کې د توندروه ډلو په ضد د ګامونو اخیستلو ژمنه کړې وه.

په سریلنکا کې د ښځو پر چادري او دیني مدرسو تر بندیز مخکې حکومت تېر کال په دې هېواد کې امر کړی وو، د هغو مسلمانانو مړي دې د دوی د خپلوانو له خوښې پرته وسوځول شي چې له کورونا وایرسه مړي شوي وو.

مسلمانان د سریلنکا په 22 میلینه ابادۍ کې یواځې نهه فیصده دي او د دې هېواد اکثریت سنهالیسي بودایي مذهبه 75 فیصده دي.

دا په یوه اوونۍ کې دویم هېواد دی چې د مسلمانو ښځو پر چادري بندیز لګولي. تېره اوونۍ یورپي هېواد سویټزلېنډ هم تر یوې ټولپوښتنې وروسته د ښځو پر مخ پټولو او چادري بندیز اعلان کړی وو.

XS
SM
MD
LG