لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې په یوه ورځ تر2600 زیات کسان په کرونا وایرس اخته شوي،32مړه


پاکستان کې دیو شواروز دننه د 2600 څخه زیات کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ ددې ترڅنګ 32 تنه د هیواد بیلابیلو سیمو کې په دې وایرس مړه شوي هم دي.

داتوار په ورځ مخې ته د راغلو سرکاري شمیرو له مخې په څلېرو 24 ساعتو کې د40564 کسانو دکرونا معائنات شوي چې دې کې 2664 کسانو ته ددې وایرس د ورپورې کیدو پخلی شوی دی.

د32 نورو کسانو دمړینې سره دغه هیواد کې تر اوسه په کرونا وایرس د مړو شوؤ کسانو شمیره 13508 ته رسېدلې ده .

پاکستان کې تراوسه ټول ټال شپږلکه 5200 کسانو ته دا وایرس ورپوري شوي خو په دې کې 570571 بېرته روغ شوي اؤ دامهال یوازې 21121 کسان په دې وایرس اخته دي.

دکرونا دناروغانو شمیر کې په چټکټیا سره د اضافي له امله دپاکستان په شمیر ښارونو کې په یو ځل بیا په ټيټه کچه لان ډاؤن پرځائ کړل شوی اؤ کاروباري سرګرمۍ هم راټولې کړل شوې دي.

دپاکستان دقامي اسمبلۍ ټول فعالیتونه هم په سمدستي توګه ځنډول شوي اؤ دقامي اسمبلۍ ټول دفترونه تر 16م مارچ تړل شوي دي.

تیره ورځ د پاکستان د پرمختيا او منصوبه بندۍ وزير اسد عمر ويلي په پاکستان کې د کرونا وبا درېمه څپه روانه ده، او په درېمه څپه کې هغه وایرس معالوم شوي چې په برتانيه کې وؤ دا په تېزۍ خوريږي او د مړينو شمېره يې هم سېوا ده.

اسد عمر دا هم ویلي چې چې وړاندې به 100 کسانو ته کرونا وايرس ورپورې شو په هغو کې به ډېر نه مړه کېدل خو اوس په 100 تنو کې د مړينو شمېره سېوا شوې ده.

ه پاکستان کې د کرونا شمېرې په داسې حال کې سېوا کيږي چې په ملک کې چارواکو ويلي طبي عملې ته د کرونا وایرس لګول شوي او د تيرو څو ورځو راهسې د 60 کالو نه د زيات عمر کسانو ته دا وايرس لګول پېل کړی شوي دي.

XS
SM
MD
LG