لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قبايلي ضلعو کې دې د ځمکو د شخړو د هوارولو دپاره سم قانون جوړ شي، سيمينار


د پېښور پرېس کلب سيمينار
د پېښور پرېس کلب سيمينار

په قبايلي ضلعو کې دې د ځمکو د ملکيت په سر د شخړو د هوارولو دپاره دې سم قانون جوړ شي او په قبایلي ضلعو کې دې ټول واک اختیار سېول انتظاميې ته ورکړی شي، دغه غوښتنې په پېښور پرېس کلب کې راجوړ يو سيمينار کې شوي دي.

په پېښور پرېس کلب کې دغه سيمینار په 14 مارچ د شمالي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ رابللی چې پکې په خېبرپښتونخوا کې ورګډو ضلعو کې د ځمکو په سر د شخړو په اسبابو، وجوهاتو او ممکنه هواري باندې خبرې شوي دي.

دا سيمينار په داسې وخت کې شوی چې په وروستيو کې په جنوبي وزيرستان کې د دوه قبيلو ترمنځ د ځمکې په سر جګړه روانه وه.

په سيمينار کې غوښتنه شوې چې په صوبه کې ورګډو شوو قبايلي ضلعو ټول واک اختیار دې د پوځ او اېف سي ځواک څخه واخستی شي او سېول انتظاميې ته دې وسپارل شي.

دغه رنګ د ځمکو په سر د شخړو هوارولو دپاره دې د ځمکو حد بندۍ وشي چې په سيمه کې د ځمکو په سر د جنګ جګړو او دښمنيانو مخنيوی وشي.

د سيمینار راجوونکي محسن داوړ وویل، پکار ده چې دا مسلې دې عدالتونو ته لاړې شي فېصله به عدالت کوي او عدالت به د ځمکې د حد بندۍ په سر فېصله کوي او هغه نشته.

هغه وويل پکار ده چې په دغه اړه قانون جوړ شي او صوبايي حکومت چې کوم قوانين راوړي هغه به په عدالت کې چېلنج شي او عدالت به يې ختم کړي.

په لسم مارچ د خېبرپښتونخوا حکومتي ویاند کامران بنګش په يوه خبري غونډه کې ویلي وو د قبایلي علاقو محرومۍ ختمولی شي او د بنيادي حقونو د خوندي کولودپاره قوانين قبایلي علاقو ته غځول شوي دي.

هغه ويلي وو په قبايلي علاقو کې د ځمکو په سر شخړې موجودې دي او د هغې په لړ کې د شخړو د هواري دپاره قانون جوړ کړی شوی او د چا ترمنځ چې شخړې وي د علاقې رواياتو په کتو به د جرګې د لارې درېمګړي هغه شخړې هواروي.

په سيمينار کې ګډون کوونکی قانون پوهه عبدالطیف افريدي وویل، صوبې چې کوم قانون جوړ کړی شوی هغه په پخوانۍ فاټا کې د اېف سي ار د قانون نه هم تور دی او هغه به یې په عدالت کې چېلنج کوي.

هغه وويل په دې نوي قانون کې مرستیال کمشنر، کمشنر او مشرانو ته د اېف سي ار نه بدترين اختیارات ورکړل شوي دي.

په غونډه کې غوښتنې شوي چې د عدالت پرته دې د جرګو د لارې فېصلې ونه شي، د دې ترڅنګ د اېکشن اېن اېډ سېول پاور قانون چې د پېښور هايکورټ غېر ايينه ګرځولی او سپريم کورټ ودرولی دی دوی غوښتنه کوي چې هغه دې فېصله شي.

دغه رنګ غوښتنه شوې چې په قومي مالياتي اېوارډ کې دې قبايلي ضلعو ته د شوې ژمنې ترمخه درې فيصده برخه ورکړی شي او دغه سيمې دې د نور 20 کالو پورې د ټېکس يا ماليې ورکولو نه مستثنا کړی شي.

کامران بنګش ويلي وو صوبې چې په دسمبر 2020 کې د شخړو دپاره کوم د بدلې لارې کوم قانون جوړ کړی د کوم لاندې چې به جرګه جوړيږي او جرګه او د علاقې خلک به په خپله د شخړو د هوارولو دپاره درېمګړي ټاکي او د هغو درېمګړو فېصلې ته به عدالتي ملاتړ ترلاسه وي او عدالت به دغه فېصلې ته قانوني بڼه ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG