لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خليلزاد طالبانو سره د ليدو وروسته بيا د اشرف غني سره ليدلي


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغان ولسمشر اشرف غني سره لیدلي او په وروستيو پرمختګونو يې ورسره بحث او خبرې شوي دي.

ارګ ویلي، "په دې کتنه کې، ډاکتر زلمي خلیلزاد د وروستیو سفرونو او فعالیتونو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل او دواړو لوریو د سولې پروسې او په دې اړه د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وکړې".

د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم ويلي د زلمي خليلزاد او د هغه د پلاوي سره يې رغنده ليدنه شوې او د سولې د خبرو، نوو ګامونو، تازه سياسي پرمختګ او مخ په وړاندې تګ په موضوعاتو يې خبرې شوي دي.

خليلزاد په خپله د دغو ليدنو په اړه څه نه دي ویلي، نوموړي له دې وړاندې د دې مياشتې په سر کې د کابل سفر کړی وو.

په 14 مارچ د طالبانو د قطر د سياسي دفتر وياند محمد نعيم ويلي وو د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر اخند او پلاوي يې يې د زلمي خليلزاد سره ليدلي د دوحې د توافقنامې د عملي کولو، د افغانستان د روان وضعيت او بېن الافغاني مذاکراتو په سر يې ورسره خبرې شوې وې.

زلمي خليلزاد په داسې وخت کې دغه سفرونه کړي چې روس ویلي په 18 مارچ يې د افغان سولې په اړه درې ورځنۍ غونډه بللې ده او په غونډه کې يې افغان سياسي مشرانو، طالبانو، امریکا، چين او پاکستان ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

رويټرز خبري ادارې خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د ګل په ورځ ویلي زلمی خلیلزاد به د ماسکو په غونډه کې ګډون کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم ويلي، افغان حکومت د افغان سولې په اړه د ماسکو په غونډه کې ګډون کوي.

محمد نعيم هم پرون په 15 مارچ ویلي د ماسکو په غونډه کې به د طالبانو لس کسيزه پلاوی ګډون وکړي.

بل لور ته د ترکي خارجه وزیر ماولوت چاووشولو د جمعې په ورځ ويلي وو هیواد یې اراده لري چې د اپریل په میاشت کې د افغانستان په موضوع د غونډې کوربتوب وکړي او د افغانستان دپاره د ترکي خصوصي استازې وګماري.

XS
SM
MD
LG