لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات:یو تن په وړه خبره خپله مور،دوه روڼه اؤ ورندار وژلي دي


پولیس وایي په سوات کې د کور دننه په معمولي تاؤ تریخوالي یو تن دخپل کور دننه ناتاره ډزې کړي اؤ دخپلې مور اؤ دوؤ وروټو په ګډون یې څلور کسان وژلي دي.

له ډزو وروسته پولیسو په پېښه کې ککړ تن نیولی اؤ دهغه په ضد یې د پینځوؤ کسانو د وژنې مقدمه درج کړې ده.

دسواټ دشاه ډهیرۍ پولیس تاڼې محرر امجد غفور د وي او ای ډیوه همکار فیاض ظفر ته ویلي چې دا پېښه تیره ورځ دکبل تحصیل په دیولۍ سیمه کې رامنځته شوې ده.

پولیس وایي دغلته دمحمدعلي په نوم یو تن دخپل کور دننه په معمولي خبره دخپلو روڼو سره خوله وهلې وه اؤ بیا یې دکور په خلکو ډزې کړي چې په دې ډزو کې دهغه مور بخت سرداره، دوه روڼه برکت علي اؤ اختر علي اؤ یوه ورندار مړه شوي دي.

د څلورو کسانو د وژل کیدو ترڅنګ په دې ډزو کې دیاد تن یوه ورندار ژوبل شوې هم ده چې د علاج دپاره نزدې روغتون ته رسول شوې ده.

پولیس وایي ژوبل شوې میرمنې خالده ورته پخپل بیان کې ویلی چې په ډزو کې ککړ تن محمدعلي ذهني ناروغي لرله اؤ هغه به اکثره په وړه، وړه خبره جګړې کولې خو وایي هغه خپل علاج هم نه کولو.

په خیبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې د زړو تربګنیو اؤ کورنیو لانجو له امله د وژنو کچه لوړه شوې ده اؤ تیرکال هم داګست په میاشت کې په صوابۍ سیمه کې دعالم خان په نوم یو تن خپل پلار،نیکه اؤ ماما وژلي وؤ.

همدغه شان تیرکال د مئ میاشت کې هم دخیبر پښتونخوا بټګرام سیمه کې یو ذهني ناروغه تن دکور دننه په ډزو خپلې دوه میرمنې اؤ درې ماشومان وژلي وؤ.

په دسمبر کال ۲۰۱۸ کې دپېښور تاکال سیمه کې د کورني تاؤتریخوالي په اساس خپل پلار اؤ درې وروڼه وژلي وؤ اؤ ترهغې وروسته یې خپل ځان هم وژلی ؤ.

په دغه کال داکتوبر میاشت کې په چارسده کې هم یو تن داحسان شیرپاؤ په نوم دیو خبریال په ګډون دخپلې کورنۍ پینځه غړي وژلي وؤ .

اؤ په کال ۲۰۱۸م کې کې داګست په میاشت کې دپېښور سوړیزو سیمه کې یو تن دخپلې کورنۍ شپږ کسان په ډزو وژلي وؤ

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG