لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

یو شمېر یورپي هېوادونو د اسټرازېنېکا کمپنۍ د کرونا وېکسینو استعمال وردولی


واشنګټن ــــ د يورپ یو شمېر هېوادونو تر څنګ وېنزوېلا هم د برتانيې د دوایانو کمپنۍ اسټرازېنېکا او د اکسفورډ پوهنتون جوړ شوي وېکسین استعمال په عارضي توګه ودرولی دی.

جرمني، فرانس، ایټلي او سپېن ویلي د ګل- دوشنبې په ورځ په ځینو خلکو کې د کرونا ضد وېکسین لګېدلو وروسته منفي اغېزې لیدل شوې دي. دوی ویلي د ځینو خلکو وینه ټینګه شوې او د وینې فعاله ساتونکي عوامل کې- چې ورته سپینې خلیې وايي- کمی لیدل شوی دی.

جرمني ویلي دي چې د یورپي هېوادونو د څار ادارې سره به په ګډه دغو وېکسینو ته بیا کتنه کوي او د فرانس صدر اېمېنول مېکرون ویلي چې د نهې- سه شنبې تر ماښامه پورې یې استعمال ودرولی.

د ګل- دوشنبې په ورځ ایټلي، سپېن، پرتګال، سلوېنیا او قبرس هم د قانوني لارې خپلولو ویلي او تېره اوونۍ ډنمارک، ايسلېنډ، ناروې او بلغاریه هم د اسټرا زېنېکا او اکسفورډ پوهنتون جوړ وېکسینو استعمال ودرولی دی.

د دې ترڅنګ اېستونیا، لیتوېنیا او لګزمبرګ هم د وېکسینو استعمال ځنډولی او اسټرېلیا هم د روانې میاشتې په اوله کې ددې د ځنډ اعلان کړی وو.

په برتانیه کې اوس د یادې کمپنۍ وېکسین ورکړی کېږي او ددغه هېواد د دوایانو د څار ادارې د کمپنۍ د وېکسینو په حق کې تازه څرګندونې هم کړي دي.

د اسټرا زېنېکا کمپنۍ په وېبپاڼه لیکل شوي دي چې په یورپ او برتانیه کې نزدې 17 میلینه خلکو ته دغه وېکسین ورکړی شوي دي خو یواځې په 37 تنو کې ددې د منفي اغېز رپورټ کېدو ویل شوي.

د صحت عالمي ادارې ورلډ هېلت ارګناېزېشن د ساینسي طبي ټیم مشرې سومیا سوامنتن ویلي دي چې دوی ته په وینه باندې د وېکسینو د بدو اغېزو په اړه څه شواهد نه دي تر لاسه شوي.

ډبلیو اېچ او دا هم ویلي چې د وېکسینو له وجې د چرته نه هم تر اوسه د چا د مړینې خبر نه دی راغلی باید خلک د ګډوډۍ ښکار نه شي.

د صحت عالمي ادارې په نړۍ غږ کړی دی چې د کرونا ضد وېکسینو مهم دې نه ودروي، په دې لړ کې د ساینس پوهانو یوه مشاورتي غونډه رابلل شوې ده.

ادارې ویلي مشاورتي غونډه به شکایات راغونډوي، د دې به دستي جایزه اخلي او په دې اړه به وړاندېزونه جمع کوي.

XS
SM
MD
LG