لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزیرستان: په جګړه اخته دوه قبيلو د حکومت نه د شخړې د هواري غوښتنه کړې


د جنوبي وزیرستان دوتاني او د وزیرو ځلي خېل دواړو قبيلو د صوبايي حکومت نه غوښتي چې د قبيلو ترمنځ د يوې مياشتې نه د زياتې مودې راهسې د ځمکې په سر شخړه روانه ده حکومت دې د دې شخړې د هواري دپاره کمېشن جوړ کړي.

د دوتاني او ځلي خېل قبيلو مشرانو په خبري غونډه کې غوښتي که حکومت د دوی شخړه هواره نه کړه د 22 مارچ پورې يې د شخړې د هواري دپاره کمېشن جوړ نه کړو دوی به په پېښور کې د وزیراعلی د کور مخې ته احتجاجي ناسته پېل کړي.

د خبري غونډې په مهال د دوتاني قبيلې ډاکټر محمد نور وويل، د يوې میاشتې نه زيات وخت وشو په علاقه کې د جګړې له امله عادي ژوند په ټپه ودرېدلی، خلک په کورونو کې بند پاتې دي او د خوراکي توکيو د نشتوالي سره مخ کيږي.

هغه وويل، دوی غواړي چې د قبيلو ترمنځ ځمکه د انګرېز د وخت په حساب وېش وشي او د خلکو ترمنځ د مودو روانه دغه شخړه هواره شي.

نوموړي زياته کړه د علاقې خلک تنګ راغلی دی، بايد حکومت د علاقې په اړه سنجيده ګام پورته کړي.

د وزيرو د ځلي خېل قبيلي محمد ولي وويل، د میاشتې نه زیات وخت وشو حکومت د قبيلو ترمنځ د شخړې هوارولو دپاره منځته نه راځي او تور يې ولګوو انتظاميې تراوسه کوم ګام نه دی پورته کړی.

هغه وویل د دوی سره د احتجاج نه پرته بله لار نه ده پاتې که حکومت د دوی دپاره کمېشن جوړ نه کړو پېښور ته به احتجاجي پرلت له ځي.

خو په 13 مارچ د واڼه مرستيال کمشنر بشير خان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ويلي وو انتظامیې دواړو قبيلو ته درې وړانديزونه کړي چې مقامي جرګه دې دغه شخړه هواره کړي، دوېمه دا چې دانګرېز د وخت وېش دې عملي شي او دواړه قبيلې دې پرې عمل وکړي خو دواړه قبيلې هغه وېش نه مني.

هغه ويلي وو درېم وړانديز دا دی چې صوبايي حکومت به يو کمېشن جوړوي او هغه کمېشن چې څه فېصله وکړي انتظامیه به یې عملي کوي.

د بشير خان په وېنا په علاقه کې 144 ماده په ځای کړی شوې او صوبايي حکومت ته يې د کمېشن جوړولو دپاره خط هم لېږلی او چې صوبايي حکومت ورته څه ځواب وکړي په هغې به عمل کوي.

د دوتاني او ځلي خېلو د قبيلو د مشرانو سره د علاقې نه د حکومتي واکمنه ګوند تحریک انصاف د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ غړي نصير الله وزير وويل، د قبایلي علاقو په صوبه کې د ورګډېدو وروسته ځينې نيمګړتياوې اوس هم شته.

هغه وويل د شخړې په اړه د انتظاميې سره په رابطه کې دی او دغه مسله به وزيراعلی ته هم وړاندې کوي چې د شخړې د هواري دپاره ګامونه پورته کړي.

په 14 مارچ د شمالي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ يو سيمینار هم راجوړ کړی وو چې پکې غوښتنه شوې وه په قبايلي ضلعو کې دې د ځمکو د ملکيت په سر د شخړو د هوارولو دپاره سم قانون جوړ شي او په قبایلي ضلعو کې دې ټول واک اختیار سېول انتظاميې ته ورکړی شي.

په لسم مارچ د خېبرپښتونخوا حکومتي ویاند کامران بنګش په يوه خبري غونډه کې ویلي وو د قبایلي علاقو محرومۍ ختمولی شي او د بنيادي حقونو د خوندي کولودپاره قوانين قبایلي علاقو ته غځول شوي دي.

کامران بنګش ويلي وو صوبې چې په دسمبر 2020 کې په قبايلي ضلع کې د شخړو د هواري دپاره د متبادل نظام قانون جوړ کړی د کوم لاندې چې به جرګه جوړيږي او جرګه او د علاقې خلک به په خپله د شخړو د هوارولو دپاره درېمګړي ټاکي او د هغو درېمګړو فېصلې ته به عدالتي ملاتړ ترلاسه وي او عدالت به دغه فېصلې ته قانوني بڼه ورکوي.

XS
SM
MD
LG