لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان سولې په اړه غونډه،عبدالله عبدالله،حامدکرزی اؤ نور مهم مشران مسکو ته روان شوي


دافغانستان دملي پخلاینې دعالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ دافغان دولت یو لوړ پوړی پلاوی مسکو ته روان شوی چې دغلته به دطالبانو په ګډون راجوړیدونکې غونډه کې برخه اخلي.

د ډاکټرعبدالله سره په پلاوي کې دافغانستان پخوانی ولسمشر حامدکزی ،دافغان دولت دمرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی ،سیاسي مشر کریم خلیلي اؤ یو شمیر نور مخور شخصیات هم ملګري دي.

ټاکل شوې ده دافغان سولې په اړه دمسکو کانفرنس سبا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د روسیې په کوربه توب جوړیږي چې طالبانو ویلي دهغوئ دقطر دسیاسي دفتر یو لوړ رتبه پلاوی به هم دې کانفرنس کې دملا عبدالغني برادر په مشرۍ ګډون کوي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د جګړې ختمولو دپاره په نړېواله کچه هلې ځلې زیاتې شوي او په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو ترڅنګ سبا په مسکو کې دپیل کیدونکي درې ورځني کانفرنس وروسته به په ترکیه کې هم په نزدې راتلونکي کې د افغانستان د حالاتو په اړه یوه نړېواله غونډه جوړه شي.

امریکا او افغانستان دا واضحه کړې ده چې د ماسکو او ترکیې کنفرانسونه، د قطر پروسې ځای نشي نیولی بلکې دا غونډې به د قطر د مذاکراتو ترڅنګ جوړې شي.

دوه ورځې وړاندې افغانستان لپاره د روس د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وؤ، د امریکا په ګډون ټولو بلل شوو لورو د ماسکو په کانفرنس کې د ګډون لپاره تیاری ښودلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د ماسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

سیاسي شنونکي په مسکو کې جوړېدونکې غونډه د افغانستان د سولې پروسې د چټکتیا او برخلیک ټاکلو لپاره مهمه بولي.

د امریکا بایډن انتظامیې د روانې میاشتې په پیل کې د افغان حکومت پر ځایي دعبوري حکومت راوستو وړاندیز کړی ؤ.

روس هم د سولې د پروسې د برخې په توګه د عبوري حکومت ملاتړ کوي، خو افغان صدر اشرف غني دغه وړاندیز در کړی او ویلي یې وو چې په حکومت کې د بدلون یواځینۍ لاره ټاکنې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG