لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان: د بایډن اداره هم پوهېدلې چې په افغانستان کې نور باید جګړه دوام ونه کړي


واشنګټن ـــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د امریکې ولسمشر جوبایډن وستایه چې وایي په افغانستان کې د دوو لسیزو جګړې د ختمولو په مقصد یې د سیاسي حل لپاره نوې هڅې پیل کړې دي.

عمران خان د شورو- چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د ملي امنیت پر موضوع یوه کانفرنس ته په وینا کې وویل، پاکستان چې د امریکې په مشرۍ د افغان سولې بهیر د پرمختګ لپاره څه کولای شوای هغه یې وکړل.

عمران خان وایي له افغانستانه وروسته که د دې هېواد له سولې سره د چا لېوالتیا وي هغه پاکستان دی:

"د بایډن اداره هم د سیاسي حل په طرف روانه ده او هغوی هم په دې پوهېدلي‌ چې دا جګړه شل کاله روانه وه او نوره باید دوام ونه کړي، موږ هڅه کوو او هیله مو هم دا ده چې په افغانستان کې امن راشي نو په سیمه کې به ډېر لوی بدلون راشي".

د پاکستان وزیراعظم دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې ټاکل شوې نن به په روس کې د افغان سولې په اړه یو نړیوال کانفرنس کېږي.

عمران خان وایي، په افغانستان کې د امن لپاره هیلې پیدا شوې دي، وایي که په افغانستان کې امن راشي دا به پاکستان ته هم له هره پلوه ګټه ولري:

"له اوږدې مودې راهیسې د سولې موقع پیدا شوې ده، هیچاته باید په کم نظر ونه کتل شي ځکه چې دا ډېر ګران او له چېلنجونو ډک کار دی، په یو هېواد کې چې د کورنۍ جګړې په ډول شخړه له شلو کلونو روانه وي او بې باورۍ زیاتې شوې وي هغه حل کول اسان کار نه دی".

بل لور ته په داسې وخت کې چې د امریکې او طالبانو د تړون په اساس امریکې ته شپږ اوونۍ پاته دي، چې له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو ژمنه یې کړې خو صدر بایډن پرون وویل دا به ډېره ګرانه وي چې د مې تر لومړۍ نېټې خپل ځواکونه وباسي.

ولسمشر بایډن له اې بي‌ سي ټیلیویژن سره په مرکه کې وویل،‌ که له افغانستانه د دوی د ځواکونو د ایستلو موده وغزېږي نو شاید د خپلو پوځونو ایستل یې ډېر وخت وانخلي:

"دا د بشپړو خبرو یو تړون نه وو چې صدر، پخواني ولسمشر [ډانلډ ټرمپ] وکړ، موږ له خپلو خپلو متحدینو او حکومت سره پرې سلا مشورې کووو او په دې اړه څه پرېکړه تر اوسه نه ده شوې".

طالبانو د صدر بایډن د تازه خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې خبرداری ورکړی چې که د قطر له تړون سره سم امریکایي او نور بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي نو دوی به یې بیرته په ضد جګړه پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې امریکا دا مهال په افغانستان کې یواځې 2,500 پوځیان لري چې تر ډېره له افغان امنیتي ځواکونو سره د روزنې او د اړتیا له مخې په ځینو عملیاتو کې مرسته کوي.

د صدر بایډن ادارې په روانه میاشت کې د ولسمشر اشرف غني له حکومت او طالبانو سره د سولې په اړه خپل نوی وړاندیز شوی پلان شریک کړ، چې مقصد یې د سولې په بهیر کې د پرمختګ لپاره نوې لارې چارې په ګوته شوې دي.

ویل کېږي چې که ټول اړخونه پر دې پلان سره همږغي شي نو د ولسمشر غني د حکومت پر ځای به یو لنډمهالی حکومت جوړېږي، چې طالبان به هم پکې برخه لري، خو ولسمشر غني او حکومت یې د لنډمهالي حکومت مخالفت کړی او وایي که طالبان د انتخاباتو له لارې واک ته ورسېږي دوی به یې هرکلی وکړي.

XS
SM
MD
LG