لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي ځواکونو کندهار کې پر طالبانو بریدونه کړي، طالبانو له تړونه سرغړونه بللې


واشنګټن ـــ په افغانستان کې مېشت امریکایي ځواکونه د کندهار په بېلابېلو سیمو کې یې پر هغو وسلوالو طالبانو بریدونه کړي چې پر افغان ځواکونه یې بریدونه کړي، چې طالبانو د دوحې له تړونه سرغړونه بللې.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند کرنل سوني لېګیټ‌ وایي، امریکایي ځواکونه به د دوحې له تړون سره سم د افغان ملي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

ښاغلي سوني لېګیټ د شورو- چارشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، "په تېرو 48 ګنټو کې مو پر هغو طالب جنګیالیو بریدونه وکړل چې په ژړۍ، سپین بولدک او نورو ولسوالیو کې یې په فعاله توګه پر افغان ځواکونو بریدونه کول او د بریدونو پلانونه یې جوړول".

که څه هم د امریکایي ځواکونو ویاند په بریدونو کې د وسلوالو طالبانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر نه دی ورکړی، خو طالبانو ویلي چې په برید کې یې ځینې کسان وژل شوي‌ او ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شورو- چارشنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې دعوه کړې چې امریکایي ځواکونو یې پر هغو طالبانو بریدونه کړي چې وایي "یا په سفر روان وو یا په خپلو مرکزونو کې اوسېدل".

د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لېګیټ لیکلي چې که طالبان د دوی برید پر وسلوالو طالبانو نه ګڼي او "بل ډول دعوې کوي درواغ دي".

طالبانو دا د دوحې د تېر کال له تړونه سرغړونه بللې او ګواښ یې کړی چې که دا ډول بریدونه دوام ولري نو دوی به هم د خپلې دفاع لپاره پر هغوی ورته بریدونه پیل کړي:

"اسلامي امارت [طالبان] یو ځل بیا په امریکايي جهت غږ کوي، که دا ډول خپل سریو او د تړون خلاف بمبارونوته دوام ورکوي، د اسلامي امارت مجاهدین به هم له خپلو افرادو او ولس څخه د دفاع حق لري او د بهرنیو ځواکونو په وړاندې به ورته ګام پورته کړي".

د امریکا او طالبانو د تړون له مخې طالبان پر امریکایي او بهرنیو ځواکونو بریدونه نه کوي، طالبان وایي په تړون کې دا نه شته چې ګواکې دوی به پر افغان ځواکونو هم بریدونه نه کوي.

د یادونې وړ ده چې د دوحې له تړون وروسته تر دې وړاندې هم امریکایي ځواکونو په کندهار کې د افغان ځواکونو په ملاتړ پر وسلوالو طالبانو بریدونه کړي وو. امریکا او طالبان یو پر بل تور لګوي چې د تېر کال له تړونه یې سرغړونه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG