لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان: يو تن په ډزو وژل شوی، د بل مړی موندل شوی


په شمالي وزیرستان کې په يوه پېښه کې نامالومه کسانو يو ځوان تن په ډزو وژلی او بل د مړی ترلاسه شوی دی.

د شمالي وزیرستان پوليس دواړه پېښې تاييدوي.

پوليس وايي د دواړو پېښو مقدمې د شمالي وزيرستان په ميرانشا او ميرعلي کې درج کړی شوي دي.

د پولیسو په خبره د نهې/سه شنبې په شپه زاهب نومې ځوان هلک په کور د ننه نامالومه کسانو په ډزو وژلېیاو د هغه تره زوی ولي الله ټپي شوی دی.

د دوی په خبره دا پېښه د دته خېل تحصیل لنډ محمد خېل کې شوې ده.

پوليس وايي د پېښې پلټنې او د ډزو د کوونکو پرضد يې د لټون عملیات پېل کړي دي، په پېښه کې ژوبل تن د ميرانشا روغتون ته وړل شوی دی.

پولیس وايي د بل تن مړی په ميرانشا کې موندل شوی او هغه هم په ډزو کې وژل شوی دی.

ويل شوي وژل شوی تن يوه اوونۍ وړاندې د میر علي د خوشالي توري خېلو نه نامالومه کسانو تښتولی وو.

د يادو دواړو پېښو زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

په شمالي وزيرستان کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې بيا سېوا شوي خو پوليس چارواکي دعوه کوي چې قبايلي ضلعې د کله په صوبه کې ورګډې شوي د امنيت وضع ښه شوې ده.

XS
SM
MD
LG