لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان ځواکونو هیلیکاپټر ویشتل شوی، د پایلټ په ګډون 9 تنه وژل شوي


واشنګټن ـــ د افغانستان د وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د افغان هوایي ځواکونو یو هیلیکاپټر لوېدلی چې د پایلټ او د امنیتي ځواکونو د پینځو عسکرو په ګډون نهه تنه پکې وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یوه بیان کې د هیلیکاپټر د لوېدو سبب نه دی ویلی او وایي د پېښې پلټنه کوي.

سرچینې وایي نن د ورځې څلور پوځي هیلیکاپټرو بهسود ولسوالۍ ته له خوراکي موادو او څه نورو وسایلو سره روان وو چې د ځانګړو ځواکو عسکر هم پکې سپاره وو. طلوع افغان ورځپاڼه د سرچینو له خولې وایي:

"کله چې کښېنستل نو یو غیرقانوني وسلوال تن پر یو هیلیکاپټر ډزې کړې او را غورځولی یې دی".

د افغانستان د پوځ‌ مشر جنرل یاسین ضیا دا پېښه تایید کړې او وایي د افغان ځواکونو هیلیکاپټر ویشتل شوی ځکه را لوېدلی دی، جنرل ضیا ویلي:

"په هغو کسانو پسې به پلټنه کېږي چې زموږ ملګري یې شهیدان کړل، دا ناوړه عمل به بې جوابه نه پاتېږي".

سرچینې وایي چې د ایم ای- 17 په نوم د لوېدلي هیلیکاپټر پایلټ محمد کریم رحیمي په پېښه کې وژل شوی دی.

د دې پېښې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG