لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ماسکو غونډه: "د اسلامي امارت بیا فعالېدل نه غواړو، سمدستي دې ډزبندي وشي"


واشنګټن ـــ د افغان سولې په اړه په ماسکو کې د یو ورځني کانفرنس په پای کې امریکې، روس، چین او پاکستان پر افغان حکومت او طالبانو غږ وکړ چې سمدستي ډزبندي وکړ او د سولې خبرې روانې کړي.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د کانفرنس په ګډه خبرپاڼه کې دغو څلورو هېوادونو ویلي "په دې مهم وخت کې، موږ څلورواړه هېوادونه [د جګړو پر دواړو] اړخونو ږغ کوو چې خبرې وکړي او د سولې تړون ته ورسېږي".

په خبرپاڼه کې له دواړو اړخونو غوښتنه شوې چې تشدد ختم کړي او پر طالبانو یې ږغ کړی چې په پسرلي او دوبي (اوړي) کې د تېرو کلونو غوندې جګړه اعلان نه کړي.

د افغانستان د روغې جوړې د ملي پخلاینې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د کانفرنس د ګډې خبرپاڼې هرکلی کړی او ویلي یې دي د حکومت مذاکراتي پلاوی یې تیار دی چې له طالبانو سره پر هره موضوع خبرې وکړي. ډاکټر عبدالله پر ټویټر لیکلي:

"موږ د هدفي وژنو او بشپړې ډزبندۍ غوښتنه وکړه چې له هغه وروسته د امن په فضا کې د خبرو بل پړاو پیل شي".

د کانفرنس په ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي، د ټرایکا هېوادونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د 2020م کال د 2513 قرارداد له مخې- چې په افغانستان کې د سولې په اړه دی- د طالبانو د اسلامي امارت بیرته فعالېدل نه غواړي.

دغو هېوادونو له افغان حکومت او د افغانستان د روغې جوړې د ملي پخلاینې له شورا غوښتي چې له طالبانو سره د خبرو په ترڅ کې یو تړون ته ورسېږي او د راتلونکي لپاره یو سیاسي حل ولټوي.

د ماسکو له غونډې وروسته به را روانه میاشت په ترکي کې د افغان سولې په اړه غونډه کېږي چې زلمي خلیلزاد یې له ملګرو ملتونو څخه د جوړېدو غوښتنه کړې وه او په دې غونډه کې به هم د ماسکو غونډې د هېوادونو استازي ګډون کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG