لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان وایي تېرکال دافغان سولې په اړوند ډیر ښه ؤ،ثمره یې باید په وړاندې یوړل شي


پاکستان وایي تېر کال افغانستان کې دسولې اؤ امن په اړوند ډیر غوره پاتې شوی اؤ ددغه کال ثمره به اوس په وړاندې هم بوتلل وي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند زاهد حفیظ رسنیو ته د اوونیز احوال ورکولو په موقعه ویلي چې خوشحاله اؤ باثباته افغانستان دپاکستان په ګټه دی همدا لامل دی چې پاکستان افغانستان کې دائمي امن غواړي.

هغه وویل پاکستان افغانستان کې دسولې په ټینګښت کې مهم کردار لوبوي اؤ غواړي چې نور باید په دغه هیواد کې دجګړو روانه لړۍ پائ ومومي.

ویاند وویل په مسکو کې دافغانستان په اړه غونډه روانه ده چې پکې دامریکا، روس ،قطر،افغانستان اؤ پاکستان استازي ګډون لري اؤ هیله ده دامن دپاره کېدونکې هڅې به غوره پایلې ولري.

هغه وویل دپاکستان په ګډون ټولې خواوې افغانستان کې دجګړو پائ اؤ اوربند غواړي ځکه چې افغانستان کې امن اؤ سوله د ټولو په ګټه ده.

دمسکو غونډې یوه ورځ وړاندې پخپله اعلامیه کې په طالبانو د پسرلني عملیاتو دنه کولو اؤ د اوربند غږ کړی ؤ اؤ ددې تر څنګ یې واضحه کړې وه چې دطالبانو اسلامي امارات به ورته بیا د منلو وړ نه وي.

افغان دولت هم ددغه اعلامیې ستائنه کړې ده خو طالبانو دا اعلامیه دافغانستان کورنیو چارو کې دلاسوهنې په معنا بللې ده.

د ماسکو له غونډې وروسته به را روانه میاشت په ترکي کې هم د افغان سولې په اړه غونډه کېږي چې زلمي خلیلزاد یې له ملګرو ملتونو څخه د جوړېدو غوښتنه کړې وه او په دې غونډه کې به هم د ماسکو غونډې د هېوادونو استازي ګډون کوي.

نوي ډیلي سره داسلام اباد داړېکو په اړوند دپاکستان دبهرنیو چارو د دفتر ویاند ویلي پاکستان هند سره خپلو اړېکو ته دکشمیر دتګلارې په تناظر کې ګوري اؤ اسلام اباد دکشمیر په اړه خپله تګلاره کې هیڅ بدلون نه دی راوستی.

هغه وویل وزیراعظم عمران خان ویلي چې که هند دشخړو دهواري دپاره یو ګام راوړاندې کیږي نو پاکستان به دوه ګامونه ور اخلی خو اوس به هند ته د مذاکراتو دپاره ماحول جوړؤل وي.

دبهرنیو چارو ددفتر ویاند هند دنړیوالو قوانینو څخه په سرغړونه تورن کړو اؤ وئ ویل پاکستان دنړیوالې رورولۍ څخه غوښتنه کوي چې دکشمیریانو دغیر عدالتي وژنو روڼ انده پلټنې وکړي.

هند لا دپاکستان دې تازه تورونو ته خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی خو تر دې دمخه هندي چارواکو په اسلام باد تورونه لګولي چې د اورپکو ډلو په ملاتړ کولو یې دهند دننه ورانکارۍ ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG