واشنګټن – د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې پوځي ایتلاف وايي، دوی په یمن کې د شنبې یا خالي په ورځ ددې لپاره چې حکومت پلوي ځواکونه په مارېب ښار کې پرمختګ وکړي نور هوايي بریدونه کړي دي.
دغه خبر د سعودي خبري رسنۍ خپور کړی او ویلي یې دي چې یاد برید یوه ورځ وروسته له هاغې شوی چې په ریاض کې د تېلو په یو چڼځای باندې د ډرون برید وشو او پړه یې هوثي یاغیانو په غاړه واخېسته.
د ډرون له برید سره د تېلو په چڼځای کې اور لګېدلی وو چې د چارواکو په وینا بیا کنټرول کړای شو.
په یمن کې ایران پلوي هوثي یاغیان هڅه کوي چې له حکومت څخه مرکزي ایالت مارېب ونیسي څو د یمن په نیمې شمالي برخې باندې خپله والکه نوره هم کلکه کړي.
د سعودي تر مشرۍ لاندې پوځي ایتلاف په ۲۰۱۵ کال کې په کورنۍ جګړه کې ښکېل شو او کوښښ کوي د یمني حکومت څخه دفاع وکړي.
د کوچنیانو لپاره د ملګروملتونو اداره یا یونسېف وايي، د دغې جګړې له امله یواځې په روانه میاشت کې اته ماشومان وژل شوي او ۳۳ نور ژوبل شوي دي.
یونسېف د خالي په ورځ په یو بیان کې ویلي، "مونږ دغه بریدونه په سختو ټکو غندو."
او زیاتوي، "په روانې شخړه کې ډېري وخت ماشومان او د هغوی کورنۍ لوړ قیمت ورکوي."
یونېسف وايي، د وژل شویو ماشومانو ريښتینې شمېره تر دې هم زیاته ده او په حګړې کې یې له ښکېلو غاړو څخه وغوښتل چې ملکي وګړي وژغوري او د ملکي وګړو په ټولنو باندې دې بریدونه ودروي.