لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسوات تړل شوي ائیرپورټ نه ۱۷کاله وروسته بیا الوتنې پیل کیږي


دپاکستان قامي هوایي شرکت پي ایي ای دجګړو اؤ امنیت دخرابې وضعې له امله دتیرو ۱۷کالو راهسې دسوات دسیدو شریف دتړل شوي هوایي ډګر څخه یو ځل بیا جهازونو الوځولو کولو اعلان کړی دی.

دسیدو شریف هوایي ډګر په کال ۲۰۰۴م کې وروسته له هغې تړل شوی ؤ چې سوات سیمه کې تندروه طالبانو غلبه وموندله اؤ په دغه ائیرپورټ د وسله والو لخوا بریدونه هم شوي وؤ.

پاکستاني رسنیو د اتوار په ورځ دپي ايي ای د ویاند له خولې لیکلي چې اوولس کاله وروسته یو وارې بیا دسیدو شریف هوايي ډګر پرانستل کیږي ؤ په ۲۶م مارچ به د پي ایي ای لمړۍ التونکه د لاهور څخه په دغه هوایي اډه کوزه شي.

پي ایي ای زیاته کړې ده چې اوونۍ کې به دغه هوایي ډګر ته دوه الوتنې کیږي اؤ دویمه الوتکه به په ۲۹مارچ دسیدو شریف هوایي ډګر باندې ښکته کیږي.

د سیدو شریف هوایي ډګر د سوات سرښار مینګورې څخه د درېوؤ کلو میټرو په واټن دی دکانجو په ډهیرۍ سیمه کې ده اؤ دا هوایي اډه په کال ۱۹۷۸ کې جوړه کړل شوې وه.

په پیل کې به ددې هوایي اډې څخه یو جهاز پېښور اؤ بل اسلام اباد ته الوت کولو.

ډان ورځپاڼې د سوات د هوټلونو داتحادیې د صدر زاهد خان له خولې لیکلي چې ددغه ائیرپورټ دتړل کیدو سره دسوات په سیلګرۍ بدې اغېزې شوې وې اؤ اوس چې دا هوایي ډګر پرانستل شي نو د سېلګرۍ څانګه به هم ورسره وده وکړي.

هغه ویلي په بهرنیو هیوادونو کې میشت د سوات خلک چې به وړاندې خپلې سیمې ته راستنیدل نو په اسلام اباد یا پېښور هوایي اډو به کوزیدل اؤ بیا به یې دهلته نه سوات دپاره ګاډی په کرایه نیولو خو اوس به بهر میشتي سواتیان په اسانۍ سره د پېښور اؤ لاهور د هوایي اډو څخه د کنیکټیټډ یا دیو بل سره د تړل شوؤ الوتکو دلارې په اسانۍ سوات ته رارسیدلی شي.

هغه دحکومت نه غوښتنه کړې ده چې دسوات دپاره دجهازونو الوتنې باید دهرې ورځې په حساب وټاکلي اؤ هم دې دا الوتنې د نړیوالو الوتنو سره پیوست کړل شي ترڅو دسوات خلک اؤ سیلګري ددې اسانۍ څخه دغوره استفادې جوګه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG