لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په بنو کې د بې درکه شوو څلورو تنکو هلکانو مړي موندل شوي


د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې څلور تنکي هلکان چې شل ورځې وړاندې بې درکه شوي وو، مړي يې موندل شوي دي، پي ټي اېم او د وژل شوو هلکانو خپلوانو د مړو سره احتجاج پېل کړی دی.

د بنو د جاني خېلو علاقو د هندي خېل څخه دغه تنکي هلکان چې عمرونه يې د 12 کالو نه تر 16 کلونو پورې دي، خپلوان يې وايي دوی په علاقه کې ښکار له وتلي وو او بيرته بيا نه وو ستون شوي.

په دغو هلکانو کې د يو (احمد خان) نومې هلک ماما ډاکټر سبحان ولي وايي، د چا سره یې شخصي دښمني نشته او نه د هلکانو د وژنې علت ورته مالوم دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل 16 کلن احمد سره د درېو نورو ملګرو چې درې سپي هم ورسره وو د خرګوشانو په ښکار پسې وتلي وو او بيا بيرته نه وو راغلي.

هغه وویل د هلکانو د بيرته نه راتلو وروسته دوی په علاقه کې امنيتي ځواکونه په دوی خبر کړي، او په خپله يې هم د دغو هلکانو دپاره د لټون عمليات پېل کړي وو.

امنیتي ځواکونو په دغه اړه څه نه دي ویلي او د بنو د اتمانزۍ تاڼې پوليس وايي دوی ته د دغو هلکانو د بې درکۍ خبر نه وو ورکړی شوی.

سبحان ولي پرون ورته خبر ترلاسه شوی او چې دوی ورغلي په خوړ کې يې د هلکانو ښخ کړی شوي مړي ترلاسه کړي دي.

هغه وويل د هلکانو په مړي په داسې حالت کې چې وو چې ‌ډزې پرې شوي، د يو نه سر غوڅ شوی او په وجودونو يې د تشدد نخښې هم وې.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) بنو او د وژل شوو هلکانو خپلوانو د مړو سره په بنو کې د اېف سي قلعې مخې ته احتجاج پېل کړی دی.

د بنو د پي ټي اېم مشر لطيف وزيري وايي دوی د دغو هلکانو دپاره انصاف غواړي او غوښتنه کوي چې په دغه پېښه کې ککړ کسان دې مالوم کړی شي.

هغه دا هم وويل چې دغه هلکان دې بې ګناه وګرځول شي او د شهدا پېکج دې ورته اعلان شي.

هغه دعوه وکړه د وژل شوو هلکانو مړي ورته د امنیتي ځواکونو د پوستې سره نزدې ترلاسه شوي او زياته کړې يې ده په علاقه کې دغه ډول وژنې کيږي دوی غوښتنه کوي چې د دغو وژنو مخنيوی دې وشي.

د اتمانزو پوليس تاڼې چارواکي وايي دوی ته هم پرون د هلکانو د مړو موندلو خبر ترلاسه شوی او بیا يې طبي معاینه (پوسټ مارټم) کړې، د نامالومه کسانو پرضد يې مقدمه درج کړې او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

XS
SM
MD
LG