لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا: پاکستان په 24 مارچ د تعليمي ادارو د راتلونکې پرېکړه کوي، بنديزونه نور سخت کړی شو


د پاکستان د تعليم مرکزي وزیر ویلي، په ملک کې د کرونا درېمې څپې ته په کتو د تعليمي ادارو د پرانستو په اړه د راتلونکې پرېکړه په 24 مارچ کوي.

بل لور ته د پاکستان د پرمختيا او منصوبه بندۍ وزيراسد عمر چې د کرونا د مخنيوي او څار دپاره د قومي رابطه کار کمېټۍ مشري هم کوي نن په 22 مارچ يې په ټویټرویلي،

"نن سهار د کمېټۍ (اېن سي او سي) په غونډه کې پرېکړه وشوه چې په فعاليتونو بندېزونه دې نور سخت کړی شي چې د کرونا د تيزۍ مخه ونيول شي. د صوبو او اسلام اباد انتظاميې ته لارښوونه وشوه چې د کرونا د مخنيوي دپاره تګلاره په سختۍ سره عملي کړي او چې څوک سرغړونه کوي پرضد يې ګامونه واخلي.

د تعلیم وزير شفقت محمود په ټویټر ويلي،

"د کرونا درېمه څپه خطرناکه ده بيا کتنې ته اړتيا لري. په 24 مارچ به د تعليم او صحت د وزیرانو سره غونډه کوي او په غونډه کې به د تعليمي ادارو د پرانستو په اړه پرېکړه کوي. لومړی پام يې د زده کوونکو، استازانو او عملې صحت دی".

له دې وړاندې شفقت محمود او دوزيراعظم د صحت د چارو مرستيال فېصل سلطان په (10مارچ) په يوه خبري غونډه کې د تعليمي ادارو او د کاروبارونو په اړه پرېکړې اعلان کړې وې.

شفقت محمود ويلي وو، په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې ځای په ځای د کرونا په اړه ځينې مسلې موجودې دي ځکه د 15 مارچ نه د 28 مارچ پورې به د خېبرپښتونخوا په پېښور د پنجاب په فېصل اباد، ګوجرانواله، لاهور، ګجرات، ملتان، راولپنډۍ او سيالکوټ، او اسلام اباد کې به د سپرلي رخصتيانې وي.

شفقت محمود د تعليمي ادارو د پرانستو په اړه د پرېکړې تازه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې نزدې دوه اوونۍ وړاندې اسد عمر ويلي وو په پاکستان کې د کرونا وبا درېمه څپه روانه ده، او په درېمه څپه کې هغه وایرس مالوم شوي کوم چې په برتانيه کې وو دا په تېزۍ خوريږي او د مړينو شمېره يې هم سېوا ده.

نوموړي ويلي وو په کال 2021 کې چې په ملک کې په کومو ځايونو کې د کرونا وايرس پېښې زياتې مخې ته راغلي په هغې څيړنه شوې او په څيړنه کې مالومه شوې چې دا وايرس په هغو علاقو کې زيات خواره شوي يا خوريږي د کومو علاقو د خلکو چې د برتانیې سره تګ راتګ کيږي.

XS
SM
MD
LG