لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور هائیکورټ ته ویل شوي ټیک ټاک پینځه لکه قابل اعتراض ویډيو ګانې لرې کړي دي


دپاکستان دمخابراتو ملي ادارې (پي ټي ای) دپېښور ایالتي محکمې ته ویلي چې ټولنیزې رسنۍ ټيک ټاک په دې وروستیو کې دخپلې پاڼې څخه پینځه لکه د نیوکو وړ ویډیوګانې لرې کړي اؤ د ويډیوګانو دمعاملاتو کتنې ته یې پاکستان کې خپل استازی هم ټاکلی دی.

پېښور هائیکورټ په ټیک ټاک د قابل اعتراض ویډیوګانو دخوریدو له امله دبیلابیلو وګړو دعریضو په اساس په ۱۱م مارچ په ګرډ هیواد کې د ټیک ټاک د تړلو امر کړی ؤ چې له هغې راهسې دغه ټولنیزه رسنۍ په پاکستان کې تړل شوې ده.

دټیک ټاک دقضیې اوریدنه یو ځل بیا دپیښور هائیکورټ دمشرقاضي قیصر رشید په عدالت کې شوې چې ورته د پي ټي ای وکیل جهانزیب محسود وړاندې شوی اؤ محکمې ته یې ویلي چې د مخابراتو ملي اداره د ټاک ټاک چارواکو سره تماس کې ده.

محکمې ته ویل شوي چې په دې وروستیو کې ټیک ټاک دخپلې پاڼې څخه پینځه لکه د اعتراض یا نیوکو وړ ویډیو ګانې لرې کړي اؤ هیواد کې یې خپل استازی مقرر کړی ترڅو راتلونکي کې دغسې معاملاتو ته کتنه وکړي.

دپېښور ۴۰ؤ وګرو محکمې نه پخپلو عریضو کې غوښتنه کړې ده چې په ټیک ټاک رسنۍ داعتراض وړ ویډیوګانې خوریږي اؤ ددې له امله دنوي کول پیغلې اؤ‌ زلمیتوب په ناسمو لارو روانیدی شي ځکه نو محکمه دې دټیک ټاک دبندؤلو امر وکړي.

محکمې پخپله تیره اوریدنه کې امر کړی ؤ چې پاکستان کې باید ټیک ټاک رسنۍ تر هغې وتړل شي ترڅو چې دټیک ټاک چارواکو په دې دخوریدونکو ویډيوګانو په بابله پاکستان کې یو رسمي نظام نه وي جوړ کړی اؤ دلته یې خپل استازی نه وي ټاکلی.

پېښور هائیکورټ د پي ټي ای د وکیل د دلیلونو اوریدو نه وروسته ددې قضیې نوره اوریدنه داکتوبر دمیاشتې وړومبۍ نیټې پورې ځنډولې ده.

تر دې وړاندې تیرکال په نهم اکتوبر هم د قابل اعتراض ویډیوګانو دخپرولو په دلیل پاکستان کې ټیک ټاک رسنۍ دمحکمې په امر تړل شوې وه خو وروسته د ټیک ټاک د انتظامیې لخوا دغیراخلاقي موادو د لرې کولو اؤ کنټرول کولو په باور ورکولو دا رسنۍ پرانستل شوې وه

ټیک ټاک د چین د یو مشهور ټولنیز نیټ ورک ایپ دی چې خلکو ته دلنډو ویډيوګانو،په سندرو دشونډو ښوځولو اؤ غبرګو ویډیو ګانو جوړولو اؤ خپرولو اجازه ورکوي

پاکستان په نړۍ کې څلورم هېواد دی چې ټیک ټاک اېپ پکې ډاونلوډ کېږي او کارول کېږي. د دې هېواد د مواصلاتو اداره وایي په پاکستان کې د میاشتې په حساب دوه کروړه خلک ټیک ټاک استعمالوي.

دلنډو ویډیوګانو خپرونکې رسنۍ ټیک ټاک دامریکا په ګډون په ټوله نړۍ کې خلک کاروي اؤ دا ایپ شاوخوا دوه اربه ځله خلکو خپلو موبایلونو ته ښکته کړی دی.

XS
SM
MD
LG