لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې 72 تنه نور په کرونا وایرس مړه شوي


پاکستان کې د کرونا وایرس دلاسه د خلکو د اغېزمن کیدو اؤ مړینو کچه نوره هم پر وړاندې تللې ده اؤ سرکاري شمیرې ښایي چې په تیر یو شواروز کې دددې هیواد دننه 3200 نور کسان په دې وایرس اخته شوي اؤ 72 پرې مړه شوي دي.

په کرونا دڅار د دولتي مرکز تازه شمیرې ښایي چې په کرونا وایرس د اخته 72 نورو کسانو د مړینې سره پاکستان کې په دې وایرس د مړو شوؤ کسانو شمیره 13935 ته رسېدلې ده.

تر اوسه پاکستان کې ټولو شپږو لکو اؤ 33741 کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی خو په دې کې 585271 بېرته روغ شوي اؤ 34535 پرې اوس هم اخته دي.

دسرکاري شمیرو له مخې خیبر پښتونخوا صوبه کې 80519 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ 2225 پرې مړه شوي دي.

همداشان بلوچستان کې 19347 کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ 203 پرې مړه شوي دي.

په سندهـ ایالت کې د کرونا داغېزمنو کسانو شمیره 263464 ښودل شوې اؤ دغلته 4479 کسان په دې وایرس مړه شوي دي.

پنجاب ایالت کې 200969 کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی اؤ 6039 پرې مړه شوي دي.

پلازمینه اسلام اباد کې هم 52676 کسان په دې وایرس اخته شوي اؤ اؤ 548 پرې مړه شوي دي.

دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې د کرونا د ناروغانو شمیره 11792 ده اؤ کسانو دغلته په دې وایرس خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

ګلګت بلتستان کې په کرونا وایرس داخته ناروغانو شمیره 4974 ښودل شوې اؤ 103 کسان په دې وایرس تر اوسه مړه شوي دي.

ډاکټران اؤ حکومتي چارواکي وایي چې پاکستان کې د کرونا وایرس دریمه څپه زیاته خطرناکه ده اؤ د یوه ورځ وړاندې دهیواد د پرمختیا اؤ پلان جوړونې مرکزي وزیر اسد عمر ویلي وؤ چې د این سي او سي په غونډه کې پرېکړه شوې چې ګرد هیواد کې به په فعالیتونو بندیزونه نور هم سختولی شي ترڅو د کرونا وایرس په چټکتیا سره د خوریدو مخه ونیول شي.

هغه ویلي وؤ د صوبو او اسلام اباد انتظاميې ته لارښوونه شوې ده چې د کرونا د مخنيوي دپاره تګلاره په سختۍ سره عملي کړي او چې څوک ددې څخه سرغړونه کوي پرضد يې باید ګامونه واخل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG