لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دېش: د روهنګیایي کډوالو کېمپ کې پراخ اور 7 تنه مړه کړي،‌ لسګونه زرګونه بې ځایه شوي


واشنګټن ــــ د بنګله دېش په جنوب کې د هغو روهنګیایي کډوالو په کېمپ کې پرون په زیاته اندازه اور لګېدلی چې څه کاله مخکې له میانمار یا برما ور کډه شوي وو. چارواکي وایي اور د دغو کډوالو زرګونه کورونه سوځولي او تر اوسه پورې پکې د اوو تنو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د بلوخالي په نامه د میانمار د روهنګیایي کډوالو دا کېمپ د بنګله دېش په جنوبي برخه کې په کاکس بازار کې دی چې د ګل- دوشنبې په ورځ پکې ناببره پراخ اور ولګېد او زرګونه کورونه یې وسوځول.

په خپره شوې ویډیو او عکسونو کې لیدل کېږي چې د کېمپ اوسېدونکي د خپلو کورونو په ژغورلو بوخت دي خو د اور لمبې په ډېرې تېزۍ سره د هغوی د کډوالۍ کورونو ته ور رسېږي او دوی ترې په تېښته دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر ویاند لوییس ډانووین وایي "د اور وژنې او ژغورنې کارکوونکي او نور رضاکاران د پېښې په ځای کې موجود دي او هڅه کوي چې اور مړ کړي او د لا خپرېدو مخه یې ونیسي".

د بنګله دېش چارواکو رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي د دې پراخ اور لګېدو سبب تر اوسه معلوم نه دی او په اړه یې پلټنې پیل کړې دي چې تر اوسه پکې اووه تنه مړه شوي او لسګونه زره روهنګیا کډوال له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د پولیسو یو مشر ذاکر حسېن خان وایي د دوی د معلوماتو له مخې د اور له کبله په اوو مړه شویو کسانو کې درې ماشومان دي چې مړي یې پرون ښخ کړل شوي او د څلورو تنو مړي یې نن تر لاسه کړي دي، وایي ټول سوځېدلي او د پېژندلو نه دي.

بل لور ته د کېمپ کډوال وایي د اور لګېدو له کبله یې ډېر خلک مړه شوي، خو ځایي چارواکو او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د ډېرو خلکو د مړینې خبر نه دی تایید کړی.

په بنګله دېش کې د نړیوالو مرستندویه ادارو سره صلیب او سرې میاشتې د پلاویو مشر سنجیو کېفلې وایي، تر 17,000 زیات د کډوالو د سرپناه ځایونه په دې اور کې سوځېدلي او لسګونه زره کسان بېځایه شوي دي.

په دې کېمپ کې تر یو میلین یعنې لس لکه زیات روهنګیایي کډوال ژوند کوي، سنجیو کېفلې وایي اور د کېمپ په څلورو برخو کې خپور شوی چې وایي په دغو څلورو برخو کې تقریباً 124,000 کسانو ژوند کاوه.

د دغو نړیوالو ادارو د پلاویو مشر سنجیو کېفلې وایي، په کاکس بازار کې یې درې نیم کاله تېر کړي خو تر اوسه یې داسې اور نه وو لیدلی. وایي دغه کډوال په دویم ځل له خپلو کورونو بېځایه کېدو ته اړ شول، وایي ډېرو ته خو نور هیڅ هم ور پاته نه شول.

ځینې عیني شاهدان وایي تر کېمپ شاوخوا چې کوم اغزن تار لګېدلی هغه هم د اور تر لګېدو وروسته د ډېرو خلکو د تېښتې مخه نیولې وه او ډېر خلک په دغو تارونو کې خوږ او ټپیان شول.

د کډوالو د بشري مرستو نړیواله اداره هیومنیټېرین آرګنایزېشن ریفیوجي انټرنېشنل وایي، اندازه داسې ده چې 50,000 زره کسان بې ځایه شوي دي خو وایي د تاوان کچه شاید تر څه وخته معلومه نه شي.

دغه اداره په خپل بیان کې وایي ډېر ماشومان ورک دي او ډېرو نه شوای کولای چې پر کېمپ د لګېدلي اغزن تار له کبله د پېښې له ځایه لاړ شي.

د روهنګیا کډوالو د حقونو لپاره د کارکوونکي تنظیم مشر جان کوینلې هم اغزن تار د کېمپ لپاره یوه ستونځه بللې او وایي مخکې یې کډوالو ته د مرستو په وېشلو کې خنډ شوی دی. ښاغلی جان کوینلې وایي:

"حکومت ضرور باید دغه اغزن تارونه لرې کړي او کډوال وژغوري، ځکه چې په دې کېمپ کې اوس لوی اورونه ولګېدل په جنوري کې هم زیات اور لګېدلی وو، چارواکي باید کره پلټنې وکړي چې د اور لګېدو سبب څه وو".

په دې کېمپ کې مېشت اکثر کډوال په 2017م کال کې هغه وخت له میانماره څنګلوري هېواد بنګله دېش ته کډه شول چې وایي پوځ یې په ضد ګامونه واخیستل، ملګرو ملتونو د برما دغه اقدام په کلکه غندلی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG