لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان: په چمن کې چاودنې 3 تنه وژلي، 13 یې ټپیان کړي، طالبانو یې ذمه واري منلې


واشنګټن ــــ د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې نن ماښام چاودنه شوې چې د چارواکو په وینا درې تنه پکې وژل شوي او 13 تنه پکې ټپیان شوي دي. پاکستاني طالبانو یې ذمه واري منلې ده.

چارواکي وایي چاودنه د لېویز عسکرو له مرکزي دفتره دباندې شوې چې وایي چاودېدونکي مواد یې په یوه موټرسایکل کې پټ کړي او ښکاري چې هدف یې د پولیسو د ځایي مشر ګزمه کوونکی موټر وو، خو وايي خپله هغه په موټر کې نه وو.

د چارواکو په وینا په پېښه کې د وژل شویو کسانو جسدونه او ټپیان یې ټول د چمن سرکاري سېول روغتون ته رسولي خو دا یې نه دي ویلي چې ټپیان په څه حالت کې دي.

د وي او اې ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي د چارواکو له خولې وایي په پېښه کې وژل شوي کسان عام خلک دي، وایي یو اته کلن ماشوم، یو د حمام کارکوونکی او یو بل عام تن دی.

په ټپیانو کې یو د لېویزو ځایي مشر او یو پولیس عسکر هم شامل دي.

په چمن کې نننۍ چاودنه په داسې وخت کې شوې چې نن په دې ښار کې د بلوچستان د پوځ صوبایي مشر سدرن کمانډ لیفټینېنټ جنرل سرفراز علي په مشرۍ له ځایي خلکو سره یوه جرګه شوې چې پکې د ملېشه ځواکونو او ځایي خلکو تر منځ د پولې یوې بلې خواته د تجارتي خنډونو په اړه پکې خبرې شوې دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء لانګو د برید غندنه کړې او ویلي په پېښه کې ککړ کسان به په هیڅ ډول ونه بخښل شي. ښاغلي لانګو امنیتي ادارو ته امر کړی چې د پېښې پلټنه وکړي او رپوټ یې ورته وړاندې کړي.

د پاکستاني طالبانو تحریک د چاودنه ذمه واري منلې ده. محمد خراساني چې ځان د تحریکِ طالبان پاکستان ویاند ګڼي، رسنیو ته په لېږلي بیان کې دعوه کړې چې په دې چاودنه کې دوه پولیس عسکر وژل شوي، درې ټپیان دي او وایي په پېښه کې د پولیسو موټر هم تباه شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د تېر کال په اګست میاشت کې هم په چمن ښار کې یوه چاودنه شوې وه چې د یو لس کلن ماشوم په ګډون پینځه تنه پکې وژل شوي او شاوخوا 20 تنه پکې ټپیان شوي وو.

XS
SM
MD
LG