لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د مودي عمران ته خط، هند د پاکستان د خلکو سره ښې اړيکې غواړي


د هند وزیراعظم نريندرا مودي د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په نوم ليږلي خط کې ويلي، "د يو ګاونډي په حېث هند غواړي چې د پاکستان د خلکو سره ښې اړیکې ولري".

پاکستاني چارواکو تاييد کړې چې د هند وزيراعظم دغه خط د پاکستان د قومي ورځې په مناسبت رالېږلی او د پاکستان په قومي ورځ يې اومبارکي ويلې ده.

مودي په خط کې ویلي، "دا حالات اړتیا لري چې د ترهګرۍ او دښمنۍ نه پاک وي".

پاکستان 23 مارچ د قومي ورځې په توګه نمانځي په دې ورځ په کال 1940 د پاکستان د برتانيې د ولقې لاندې هند څخه د ازادۍ غوښتنه شوې وه.

پاکستاني وزيرانو د مودي د دغه خط هرکلی کړی دی.

تير اوونۍ د پاکستان وزيراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د هند سره د باثباته اړیکو خبره کړې وه. دوی دواړو د هند سره د سوله ييزه اړیکو او د هند سره د کشمیر د شخړې د هوارولو ویلي وو.

باجوه ويلي وو، وخت راغلی چې تېر وخت ښخ کړی شي (تېر هېر کړی شي) او مخ په وړاندې تګ وشي. هغه ویلي د سویلي اسيا د دوه هېوادونو ترمنځ دښمني دا سيمه غربت پله راکاږي.

مودي خط په داسې وخت کې ليکلی چې يوه میاشت وړاندې هند او پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د کشمير په وېشونکې پوله (لاين اف کنټرول) د کال 2002 د ډزبندۍ بيا تازه کولو ويلي وو.

هند او پاکستان دواړه په کشمير دعوه کوي او په دغه سيمه د برتانيه څخه د ازادۍ ترلاسه کولو وروسته دواړو هېوادونو دوه جګړې هم کړي دي.

روانه اوونۍ يو پاکستاني پلاوي د هند سفر هم کړی چې د هند سره د اوبو په کشاله خبرې وکړي.

روانه میاشت په تاجکستان کې د افغانستان په سر په راجوړه غونډه کې هم هند او پاکستان ته بلنه ورکړی شوې ده.

د پاکستان او هند ترمنځ اړيکې په کال 2019 کې هغه وخت خرابې شوې وې چې هند د خپل انتظام لاندې کشيمر قانوني حيثيت بدل کړی او خپل پوره واک ته يې راوستی وو.

XS
SM
MD
LG