لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا: د خېبرپښتونخوا په 10 ضلعو کې به سکولونه تر 11 اپرېل بند وي


د خېبرپښتونخوا د تعليم وزیر اعلان کړی چې په مرکزي کچه د کرونا وبا له امله د تعلیمي ادارو د بندېز پرېکړه شوې، ترمخه به يې د خېبرپښتونخوا په لسو ضلعو کې هم د 11 اپرېل پورې تعليمي ادارې بندې وي.

د خېبرپښتونخوا د تعليم وزیر شهرام ترکۍ ویلي، په پېښور، مردان، چارسده، صوابۍ، کوهاټ، ملاکنډ، سوات، کوز دير، نوښار او بونېر کې به تعلیمي ادارې بندې وي.

پرون په 24 مارچ د تعليم مرکزي وزیر شفقت محمود ویلي وو په ملک کې د کرونا پېښې سېوا کيږي ځکه يې د صوبو د صحت او تعليم د وزیرانو سره د تعليمي ادارو د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړه.

هغه ويلي صوبې واک لري چې په کومو ضلعو کې د کرونا پېښې سېوا دي او چرته چې تعليمي ادارې بندې دي هلته دې حالاتو په کتو پرېکړه وکړي.

هغه ويلي وو چې د پنجاب او خېبرپښتونخوا په ځينو ضلعو کې د کرونا پېښې ډېرې دي حالات سم نه دي او په سيند او بلوچستان صوبو کې د کرونا پېښې کمې دي.

بل لور ته ويل شوي د پنجاب په نهه ضلعو کې به د 11 اپرېل پورې تعليمي ادارې بندې وي.

د تعليم وزير ویلي وو د 11 اپرېل پورې د سکولونو د بندېز په مهال انتظاميه کولی شي چې استازان سکولونو ته راغواړي.

هغه زياته کړې پرېکړه شوې چې د نهم نه تر 12 ټولګي پورې ټاکل شوي امتحانونه به په خپلو نېټو د مې او جون په میاشتو کې کولی شي.

له دې وړاندې شفقت محمود او دوزيراعظم د صحت د چارو مرستيال فېصل سلطان په (10مارچ) په يوه خبري غونډه کې د تعليمي ادارو او د کاروبارونو په اړه پرېکړې اعلان کړې وې.

شفقت محمود ويلي وو، په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې ځای په ځای د کرونا په اړه ځينې مسلې موجودې دي ځکه د 15 مارچ نه د 28 مارچ پورې به د خېبرپښتونخوا په پېښور د پنجاب په فېصل اباد، ګوجرانواله، لاهور، ګجرات، ملتان، راولپنډۍ او سيالکوټ، او اسلام اباد کې به د سپرلي رخصتيانې وي.

نوموړي پرون ویلي، د وبا جاج اخلي او پوهه دي چې د سکولونو د بندېز له امله د ماشومانو تعليم اغېزمن کيږي خو د دوی لومړۍ پاملرنه په صحت ده.

XS
SM
MD
LG