لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر علوي:دافغان امن دپاره پاکستاني قام بې شمیره قربانۍ ورکړې دي


دپاکستان صدر ښاغلی عارف علوي وایي افغانستان کې دامن د ټینګښت دپاره پاکستاني قام بې شمیره قربانۍ ورکړې دي اؤ نن ټوله نړۍ افغانستان کې امن اؤ سولې دپاره دپاکستان دهڅو ستائنه کوي.

د چهارشنبې په ورځ دپاکستان دملي ورځې په اړوند اسلام اباد کې راجوړې شوې دپوځي سلامۍ دستورې ته خپله وینا کې صدر علوي ویلي پاکستان افغانستان کې دامن دپاره تل هڅې کړې ده اؤ ددې مقصد دپاره یې دخپلو زرګونو وګړو نزرانه هم وړاندې کړې ده.

هغه وویل دپاکستان پوځ په رد الفساد عملیاتو کې دترهګرو نوغی ویستلی دی اؤ هغوئ یې دانه وانه کړې دي اؤ په ضرب عضب عملیاتو کې هم دترهګرۍ په ضد دپوځ عملیاتو کې لاسته راوړنې ټولې نړۍ ستائیلي دی.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت تر دې وړاندې هم وخت په وخت دعوې کړې چې په ضرب عضب اؤ ردالفساد کې یې دترهګرو نوغی ویستلی دی خو ددې دعوؤ برعکس وخت په وخت دپاکستان بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو اؤ بمي چاودنو رپورټونه مخې ته راځي.

په دې وروستیو کې په قبائیلي ضلعو شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې دامنیت د وضعې خرابیدو سره سم څېړونکو په سوشل میډیا پوښتنې راولاړې کړې دي چې هرکله په تیرو وختونو کې پوځ ددغو سیمو ترهګرو څخه دپاکولو دعوې کړې وې اوس پکې بیا ترهګري څوک کوي؟

صدر عارف علوي وویل “مونږ خپلې سلامتۍ اؤ دفاع ته کلک هو لرو اؤ دخپلې ازادۍ ساتنه به په هر قیمت کوؤ”

دهغه وینا وه “مونږ په ټوله سیمه کې امن اؤ سلامتي غواړو اؤ پرمختیا ته لیواله یو ،باید دجنوبي ایشیاء مشران دتعصب اؤ مذهبي تندلاریتوب سیاست نه لاس واخلي”

هغه وویل نن پاکستان یو اټومي هیواد دی اؤ دا خبره یې دخارجه پالیسۍ مهمه برخه ده چې یو بل ته دپرمختګ اؤ غوره ژوند په مخه کې باید هیڅوک دیوال نه شي.

نوموړي وویل “پاکستان سیمه کې دامن دپاره د زړه له تله هڅې کوي خو دا هڅې باید زمونږ کمزوري ونه ګڼل شي ځکه چې مونږ دهر تیري مقابلې ته چمتو یو”

په دغه دستوره کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه اؤ نور لوړ پوړي چارواکي هم شامل وؤ چې پکې امنیتي ځواکونو دخپلو مسلکي صلاحیتونو ښودنه د هیواد دصدر اؤ دپوځ دسرلښکر په وړاندې کړې ده

XS
SM
MD
LG