لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې څه کم څلور زره کسان په یوه ورځ په کرونا وایرس اخته شوي


پاکستان کې دتیرو نهو میاشتو په مهال په تیر یو شواروز کې د کرونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې مخې ته راغلي چې شمیره یې 3946 ده اؤ 63 نور کسان هم په دې وایرس مړه شوي دي.

پاکستان کې په کرونا وایرس دڅار ملي ادارې پخپلو تازه شمیرو کې ویلي د 3946 نورو کسانو کرونا وایرس داخته کیدو سره دامهال دپاکستان دننه د کرونا د ناروغانو شمیره 37985 ته رسېدلې ده چې په دې کې د 2500 نه د زیاتو ناروغانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

تر اوسه پاکستان کې ټول ټال شپږ لکه40 زره اؤ 988 کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی خو له دې څخه پینځه لکه 88 زره اؤ 975 کسان بېرته روغ شوي دي.

د سرکاري شمیرو له مخې په ګرد هیواد کې په وې وبا 14 زره اؤ 28 کسان مړه شوي هم دي.

دپاکستان حکومت اؤ ډاکټران وایي چې پاکستان کې د کرونا وایرس دریمه څپه ډیره سخته ده اؤ په تیر یو شواروز کې چې د څه کم څلورو زرو کسانو په دې وایرس داخته کیدو کومې شمیرې مخې ته راغلي دا په تیرو نهو میاشتو کې تر ټولو لوړه شمیره ګڼل کیږي.

تر دې وړاندې تیرکال په 24م جون دپاکستان دننه په یوه ورځ کې د 3892 کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی ؤ.

په عین حال کې دخیبر پښتونخوا دصحت محکمې پخلی کړی چې په دغه صوبه کې لسو کسانو ته د برتانیې څخه راغلی کرونا وایرس ورپورې شوی دی.

دخیبر پښتونخوا دصحت محکمې سکتر سید امتیاز حسین شاه یو شخصي ټیلي ويژن ته ویلي چې د 20و ناروغانو نمونې د معلومولو دپاره اسلام اباد ته لیږل شوې وې اؤ دهغې دمعائناتو نه په ډاګه شوې چې دې کې 10ؤ کسانو ته د برتانیې کرونا وایرس ورپورې شوی دی.

هغه ویلي دصوبې په 20ؤ لیبارټریانو کې هره ورځ د شپږو زرو کسانو د کرونا ټیسټونه کولی شي اؤ دپېښور،نوښار اؤ مردان په شمول نهو ضلعو کې د کرونا وایرس کچه د لسو فیصدو څخه لوړه ده.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې دخیبر پښتونخوا صوبې دتعلیم وزیر شهرام ترکئ اعلان کړی چې د دصوبې په لسو ضلعو پېښور،مردان،چارسده،صوابۍ ،ملاکنډ،سوات،نوښار،کوز دیر اؤ بونیر کې به ټولې تعلیمي ادارې تر یوولسم اپریل تړلې وي

د صحت چارو دپاره د عمران خان معاون فېصل سلطان تیره ورځ ویلي وؤ چې په ملک کې د کرونا په ضد خلکو ته د وېکسین ورکولو عمل دوام لري او د ساینو فام ۱۰ لکه او د کېن ساینو ۶۰ زره وېکسین راغوښتل شوي چې په راتلونکو څو ورځو کې به پاکستان ته راورسي.

د طبي چارو پوهان وايي د صوبې په کچه د کرونا وايرس په مثبت پېښو کې او د خلکو د مړيني شرح کې ځکه تندۍ سره زياواتوالی کېږي چې د دې وايرس موجوده شکل ډير خطرناک دیې او خلک د وبا د لومړۍ څپې په څېر د احتياط نه کار نه اخلي

XS
SM
MD
LG