لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا هواوي ضد کمپېن د چين د ټېکنالوجي کمپنۍ د ودې لاره نيولې ده


واشنګټن ـــ کله چې ولسمشر جو بایډن په واک کې راغی نو د چين د مواصلاتو کمپنۍ هواوي ټيکنالوجيز يو تته شان هيله لرله چې د امريکا لخوا د کمپنۍ خلاف کمپېن به تر څه حده راکم شي کوم چې د هواوي د نړيوال مارکيټ نه د بهر ساتلو د پاره روان دی.

د راب ګارور د رپورټ تر مخه هواوي ټېکنالوجيز چې يو وخت يې د نړۍ د سمارټ فون د چين نه بهر د خرڅ لويه منډۍ لرله د امريکا د پخواني ولسمشر ‌‌‌‌‌‌ډانلډ ټرمپ په حکومت کې د يادې کمپنۍ د ټېکنالوجي د راغوښتلو مخه ونيوه چې د 5G لاس فونونو د جوړولو د پاره مهمه ده.

دغه رنګ د کپمنۍ کاروبار چې د موبايل مواصلاتو د جال خورولو او په خصوصي توګه د نوې 5 G ټېکنالوجي سېسټم د رسولو کار کوي د امريکا د هواوي ضد کمپين د لاسه ‌‌‌‌‌‌ډېره زيانمنه شوې ده.

ولسمشر جو بایډن کله داسې اشاره نه ده کړې چې ګنې په خصوصي توګه به د چين سره په تجارت کې نرمي وښيي او مثال يې د چين سره د تجارت د پاره د باز نظرې کيترين تايي د نماينده په توګه ټاکل دي.

خو هواوي او نورو چيني کمپنیو دا ګڼل چې که نور څه نه وي دواړه هېوادونه به کم نه کم د ټرمپ د وخت د تجارتي جنګ نه په شا شي.

بایډن بندیزونه سختوي:

د هواوي دا هيلې چې ګنې څه نرمي به ورته وښودل شي هغه وخت ‌‌‌‌‌‌ډېرې تتې شوې چې کله د روانې مياشتې په شروع کې د بایډن حکومت اعلان وکړو چې حکومت به يې نه يواځې د ټرمپ د حکومت ځينې د بهرني تجارت په اړه د تګلارې روان ساتلو مرسته کوي بلکې دا به نور هم سختيږي.

د کېوین ولف په وينا چې د امريکا د کامرس ډيپارټمټ د صنعت او کاروبار د تحفظ په څانګه کې يې د معاون سيکرټري په توګه دنده کړې وايي "ښکاري چې د بایډن حکومت به د ټرمپ د هواوي سره تړلې د بهر سره د تجارت د لايسنس ورکولو او نه ورکولو پاليسي دوامداره وساتي کومه چې د 2020م کال د لايسنس د پاليسۍ نه نوره هم سخته ده".

لانجمنه غونډه:

سرباره د دې د بایډن حکومت چارواکو چې د چيني استازو سره يې په لوړه کچه په وړومبۍ ليدنه کې خبرې شوې د امريکا د تجارت وزارت اعلان کړی چې د چين يو شمېر کمپنيو ته يې قانوني خبرداری ورکړی چې هېواد ته د امنيت د خطر په اړه دی.

بيجينګ د امريکا لخوا د چيني کمپنيو تور نوملړ ته اړول غندي.

د تېر خالي په ورځ د چين د تجارت وزارت ويلي دوی په کلکه دا ګام غندي چې د ملک د ټولو په لوی چېپ جوړوونکې کمپنۍ ايس ايم ايي سي اغېزې لري او هو‌‌‌‌‌‌ډ يې کړی چې اړين ګامونه به واخلي چې د چيني کمپنیو د حقونو ساتنه وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG