لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي کوریا دوه بالېسټېک توغندي ویشتلي دي


واشنګټن – شمالي کوریا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د یو لنډ واټن وېشتونکي بالېسټېک توغندي ازموینه کړې چې دا د ولسمشر جوبایډن د ادارې پر مهال ددغه هېواد لخوا د توغندي لومړنۍ ازموینه ګڼل کېږي.

د جاپان لومړي وزیر یوشېدې سوګا ویلي، شمالي کوریا دوه بالېسټېک توغندي توغولي چې د جاپان له اوبو څخه د باندې لګېدلي دي.

د جنوبي کوریا د ملي دفاع وزارت ویلي، دغه دوه توغندي د جنوبي ولایت همګیانګ څخه وېشتل شوي وو او د ۶۰ کیلومټره لوړوالي سره یې ۴۵۰ کیلومټره واټن وهلی.

د انډو پسېفېک قوماندې لپاره د امریکا د عامه اړیکو افسر مایک کفکا په یو بیان کې ویلي، چې چارواکي د توغندیو له وېشتلو خبر وو او د حالاتو څارنه یې کوله.

په بیان کې راغلي دي، "دغه فعالیت د شمالي کوریا د وسلو د غیر قانوني پروګرام ګواښ څرګندوي چې هم یې ګاونډیانو ته پېښ کړی او هم یې نړیوالې ټولنې ته پېښوي."

په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي، چې د امریکا ژمنه د کوریا او جاپان په دفاع کې د اوسپنې په څېر کلکه ده.

دا په تېر یوه کال کې د شمالي کوریا لخوا د بالېسټېک توغندیو لومړنۍ ازموینه ده که څه هم په دې وروستیو کې یې وړې ازموېنې کړې وې.

د توغندیو ازموینې په داسې حال کې شوي چې د بایډن اداره د کوریا د پالیسۍ د بیا کتنې په وروستیو پړاونو کې ده او په وار وار یې له شمالی کوریا سره د ډپلوماسۍ د نوي کولو هیله څرګنده کړې ده.

پیانګ یانګ ویلي، تر هغو پورې له خبرو سره لیواله نه دی تر څو امریکا د بندیزونو، پوځي تمریناتو او د کوریا په ټاپو باندې د امریکا لخوا له تاوتریخوالي ډکه پالیسي پرې نږدي.

شمالي کوریا له یو کال څخه د زیات وخت راهیسې له خبرو څخه بایکاټ کړی او داسې ښکاري د دې لپاره چې په واشنګټن باندې فشار زیات کړي.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ شمالي کوریا له خپل لویدیځ سمندر غاړو دوه کروز توغندي ویشتلي وو.‌

امریکايي چارواکو هغه کم ارزښته بللې وو او ویلي وو چې دا د شمالي کوریا د نورمالو پوځي ازموینو برخه وه.

کروز توغندي په لږه ارتفاع کې الوځي او د بالېسټېک توغندیو په پرتله د لنډ واټن لپاره وېشتل کېږي.

شمالي کوریا د ملګروملتونو د امنیت شورا د قراردادونو له مخې د هر ډول بالېسټېک توغندي له ازموینو څخه منعه شوې ده.

نورې ازموینې په لاره دي:

ګڼو پوهانو اټکل کړی وو چې د بایډن د دورې له پیل سره سم به شمالي کوریا بیا ازموینې پیلوي لکه څنګه چې یې د امریکا د تېرو ادارو په وخت کړې وې.

شمالي کوریا د توغندیو ازموینې د ګڼو دلایلو له امله کوي چې په هغو کې خپله د توغندیو د وړتیا کتل، د کورني ملاتړ زیاتول او خپلو سیالانو ته د پیغام استول شامل دي.

په واشنګټن کې له وېلسن سنټر څخه د کوریا د پروګرام مشرې جین لي ویلي، "داسې ښکاری چې شمالي کوریا خپلې اشنا تګلارې ته راګرځي او هغه په پارولو باندې د فشارونو زیاتول تر څو ځان ته پام راواړوي.

هغې وړاندې وویل، د امریکا لخوا د کوریا په رژیم باندې د بندیزونو له سختېدو سره به شمالي کوریا خپل د توغندیو پروګرام پراخوي او ازموینې به یې زیاتوي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي، دوی له دواړو لارو هم له ډپلوماسۍ او هم له بندیزونو کار اخلي تر څو شمالي کوریا د خپلو وسلو له پروګرام څخه لاس واخلي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي چارواکي تېره اونۍ وویل، له امریکا سره خبرې به د وخت ضایع کول وي او ګواښ یې وکړ د هر ډول بل بندیز په وړاندې به غبرګون ښيي.‌

پیانګ یانګ د ۲۰۱۷ کال راهیسې کومه اټومي ازموینه او د لویو وچو یا براعظمونو ترمنځ د بالسټېک توغندیو ازموینه نه ده کړې بلکه کېم تل د لنډ واټن وېشتونکو توغندیو ازموینې کړي چې د ټرمپ د ادرې لخوا دومره ارزښناکه نه دې بلل شوي.‌

XS
SM
MD
LG