لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې کرونا نور 63 کسان مړه کړي


په پاکستان کې کرونا وايرس نور 63 کسان مړه کړي او نور 4368 کسان په کرونا اخته شوي دي.

چارواکي وايي په ملک کې د کرونا درېمه څپه روانه ده چې په تېزۍ خوريږي او د مړينو کچه يې هم سېوا ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تيرو 24 ساعتونو کې د کرونا نه نور 63 کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا څخه د مړينو ټوله شمېره 14زره 91 ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه دا وخت په ملک کې په کرونا وایرس اخته 2758 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت یې سخت دی.

په پاکستان کې په 24 مارچ هم 63 کسان د کرونا څخه مړه شوي وو، په 23 مارچ 30 او په 22 مارچ 73 کسانو د کرونا له امله ژوند د لاسه ورکړی وو.

دولتي چارواکي وايي په ملک کې د کرونا درېمه څپه په تېزۍ سره خوريږي.

چارواکي وايي په ملک کې خلک د کرونا څخه د ځان او نورو ژغورلو په لړ کې احتياط نه کوي چې له امله دا وايرس نور په تېزۍ سره خوريږي.

مرکزي وزير اسد عمر ویلي، په ملک کې د کرونا د مخنيوي په لړ کې يې سخت بندېزونه لګوي او د خېبرپښتونخوا او د پنجاب صوبې په څو ضلعو کې د 11 اپرېل پورې تعليمي ادارې هم بندې کړی شوي دي.

ډاکټران وايي که خلک احتياط ونه کړي او حکومت د کرونا د مخنيوي په لړ کې کلک ګامونه پورته نه کړي ډېر تاوان به واړوي.

XS
SM
MD
LG