لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهګرۍ دلاسه تړل شوي دسوات هوایي ډګر ته ۱۷کاله وروسته بیا الوتنې پیل شوې


دجګړو اؤ امنیت دخرابې وضعې له امله دسوات دسیدو شریف تړل شوی هوایي ډګر ۱۷کاله وروسته یو ځل بیا پرانستل شوی اؤ دجمعې په ورځ په دې هوایي ډګر دپاکستان دهوایي شرکت پي ایي ای وړومبۍ الوتکه کوزه شوې ده.

په دې الوتکه کې دخیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان،د هوابازۍ مرکزي وزیر غلام سرور خان اؤ د مواصلاتو وزیر مراد سعید هم سوات ته سفر کړی دی.

دپي ایي ای PK650 الوتکه دسحر په لس بجې د اسلام اباد څخه پورته شوې اؤ په 11 بجې دسیدو شریف په هوایي ډګر کوزه شوې ده.

ټاکل شوې ده په وړومبي سر کې به داسلام اباد نه سوات ته اوونۍ کې دوه الوتنې کیږي اؤ د اسلام اباد څخه دسوات دپاره الوتونکي جهازونه به د کراچۍ اؤ لاهور نه د راتلونکو جهازونو سره کنکټ کولی یا پیوست کولی شي.

خبریالانو سره خبرو کې د هوا بازۍ مرکزي وزیر غلام سرور خان ویلي دمالي ستونزو اؤ دترهګرۍ له امله د تیرو ۱۷ؤ کالو راهسې سوات ته الوتنې بندې وې خو د خوشحالۍ ځائ دی چې نن ۱۷کاله وروسته یو ځل بیا دسوات هوایي ډګر فعال شوی اؤ الوتنې ورته پیل شوې.

هغه وویل دسوات اؤ ملاکنډ ولس د امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د ترهګرۍ مقابله کړې ده اؤ ددې مبارزې برکت دی چې نن بیا سوات اؤ ټول هیواد ته امن راستون شوی دی.

هغه وویل فعلا سوات ته اوونۍ کې دوه الوتنې پیل کړل شوې دي خو وروسته به په دې کې اضافه کولی شي.

دهوا بازۍ مرکزي وزیر ویلي سوات ته دپي ایي ای د الوتنو سره به دسیلګرۍ څانګه وده ومومي، سیلګرو اؤ دسیمې خلکو ته به اساني په لاس ورشي اؤ د ملي هوایي شرکټ په ګټه کې به ورسره هم اضافه وشي.

دسیدو شریف هوایي ډګر په کال ۲۰۰۴م کې وروسته له هغې تړل شوی ؤ چې سوات سیمه کې تندروه طالبانو غلبه وموندله اؤ په دغه ائیرپورټ د وسله والو لخوا بریدونه هم شوي وؤ.

د سیدو شریف هوایي ډګر د سوات سرښار مینګورې څخه د درېوؤ کلو میټرو په واټن دی دکانجو په ډهیرۍ سیمه کې ده اؤ دا هوایي اډه په کال ۱۹۷۸ کې جوړه کړل شوې وه.

په پیل کې به ددې هوایي اډې څخه یو جهاز پېښور اؤ بل اسلام اباد ته الوت کولو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG