لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې په یوه ورځ 4460 کسان په کرونا وایرس اخته شوي،67 مړه


سرکاري شمیرې ښایي چې پاکستان کې د تیرو نهو میاشتو راپدیخوا په تیر یو شواروز کې د کرونا وایرس تر ټولو زیاتې 4460 تازه پېښې مخې ته راغلي دي اؤ 67 نور کسان هم په دې وایرس مړه شوي دي.

پاکستان کې په کرونا وایرس دقابو موندنې د مرکز مشر اؤ دپلان جوړونې مرکزي وزیر اسد عمر وایي هیواد کې کرونا وایرس تر خطرناک حده خور شوی اؤ که وضعیت ښه نه شو نو حکومت ته به اړ شي چې نورې سختې فیصلې هم وکړي.

په کرونا وایرس دڅار د دولتي ادارې دشمیرو له مخې په تیرو څلېریشتو ساعتو کې د هیواد دننه د کرونا وایرس د مثبتو پېښو کچه ۱۰فیصدي پاتې شوې ده اؤ د67 نورو کسانو د مړینې سره ګرد هیواد کې په دې وایرس د مړو شوؤ کسانو شمیره 14158 ته لوړه شوې ده.

پاکستان کې تر اوسه شپږو لکو اؤ 49824 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی خو په دې کې نور بېرته روغ شوي اؤ دا مهال 42384 کسان په دې وایرس اخته دي.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې 83630 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ 2274 پرې مړه شوي دي.

په سندهـ ایالت کې په کرونا د اخته ناروغانو شمیره 264355 ده اؤ 4487 کسان په دغه صوبه کې په کرونا وایرس مړه شوي دي.

پنجاب کې هم تر اوسه 210095 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ 6190 پرې مړه شوي دي.

بلوچستان کې دکرونا د ناروغانو شمیره 19453 ته رسېدلې اؤ 205 کسان تر اوسه دغلته په دې وایرس مړه شوي دي.

پلازمینه اسلام اباد کې 55056 کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی اؤ دمړو شمیره پکې 557 ده، همدا شان دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې 12245 کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ 342 مړه شوي دي.

ګلګت بلتستان کې 4990 کسانو ته یاد وایرس ورپورې شوی اؤ 103 تنه پرې مړه شوي دي.

په عین حال کې داین سي او سي له غونډې وروسته میډیا ته دحوال ورکولو په وخت دپلان جوړونې مرکزي وزیر اسد عمر ویلي د تیرو دوؤ اوونیو راهسې دهیواد دننه وړاندې نه پرځائ بندیزونو کې نوره اضافه هم شوې ده خو بیا هم کرونا وایرس په چټکتیا سره خوریږي.

هغه ویلي دخطرناک حده پورې د کرونا وایرس دخوریدو علت برتانیه کې مخې ته راغلی نوی کرونا وایرس دی چې دا نه یوازې په پاکستان بلکې ټوله نړۍ کې په چټکتیا سره خوریږي.

هغه ویلي دا مهال په کرونا وایرس اخته ناروغانو کې د 2842 کسانو وضعیت د اندېښنې وړ دی اؤ په تیرو 12 ورځو کې دناروغانو شمیره هم په چټکتیا سره په سیوا کیدو ده.

هغه وویل که چرې وضعیت کې غوره والی ونه لیدل شي نو حکومت به دخلکو ژغورنې دپاره نور سخت ګامونه هم واخلي.

XS
SM
MD
LG