لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ماشومانو کې د کورونا واکسین ازمېښت پیل شوی


واشنګټن – څېړونکو په امریکا او نورې نړۍ کۍ په ماشومانو باندې د کورونا واکسین ازمېښت پیل کړی تر څو ډاډه شي چې کورونا واکسین د هر عمر ماشوم ته کار کوي او خوندي دی.

که څه هم د کورونا لومړني واکسینونه به لویانو ته ورکول کېږي ځکه چې دوی یې له زیات خطر سره مخ دي خو بلاخره د وبا د ختمېدو لپاره باید ماشومان هم واکسین شي.

د امریکا په ډوک پوهنتون کې تر واکسین اخېستلو وروسته نهه کلنې مرېسول ګورېرډو اسوسېټېډ پریس ته وویل، "ماشومان باید واکسین واخلي تر څو هر څه لږ زیات نورمال شي."

مرېسول چې له غبرګونې خور الجنډرا سره یې یو ځای واکسین اخیستی وو وویل، دا غواړي یو ځل بیا په دې وتوانېږي چې له نورو ماشومانو سره یوځای ویده شي.

تر اوسه پورې په امریکا کې له ۱۳ څخه تر ۱۹ کلنو پورې ماشومانو باندې واکسین ازمویل شوی او تمه ده چې د امریکا فایزر او مډرنا کمپنۍ به ژر د خپلو ازموینو پایلې په ډاګه کړي چې د دوی واکسین په ۱۲ کلنو او تر دې لویو ماشومانو باندې څه ډول کار کوي.‌

فایزر ته اجازه ورکړل شوې چې ۱۶ کلنو ته واکسین ورکړي او مډرنا ۱۸ کلنو او له هغې څخه لویو ماشومانو ته.

خو له ۱۳ کلنو څخه واړه ماشومان ښايي‌ د واکسینونو بل ډول ډوزونو ته اړتیا ولري.

مډرنا په دې وروستیو کې د فایزر په څېر یو نوی ازمېښت پیل کړی او دواړه کمپنۍ په دې کار کوي چې د هر عمر ماشوم لپاره سم ډوز واکسین وټاکي تر هغو چې تر شپږ میاشتنیو پورې د وړو ماشومانو واکسین کولو ته ورسېږي.

برتانوۍ اسټرا زېنېکا کمپنۍ تېره میاشت د شپږ کلنو څخه تر ۱۷ ماشومانو کې د واکسین ازمېښت پیل کړی او جانسن انډ جانسن هم په ماشومانو کې د واکسین د ازمېښت خپل پلان لري.

همدارنګه په چین کې سینواک اعلان کړی چې دوی لومړني معلومات د چین تنظیمونو ادارو ته استولي دي په کومو کې چې ښودل کېږي چې د دوی واکسین حتی تر درې کلنو ماشومان کې هم خوندی دی.

په ډوک پوهنتون کې د ماشومانو او واکسین متخصص ډاکټر ایمانوېل چېپ والټر چې دفایزر څېړنه مخې ته وړي وویل، د دې ډول معلوماتو راټولول د ټولو واکسینونو په اړه ډیر اړین دي ځکه هېوادونه باید ماشومانو ته واکسین ورکړي تر څو ټولنیز معافیت رامنځ ته کړي.

په نړۍ کې د کورونا زیاتره واکسینونه لومړی په لسګونو زرو بالغو کسانو کې ازمویل شوي.‌ په ماشومانو کې ددې واکسینونو څېړنه دومره زیات شمېر ته اړتیا نه لري ځکه څېړونکي وايي،‌ د ازمویل شویو واکسینونو د خوندیتوب په اړه معلومات له دوی سره دي.

په ماشومانو کې په کورونا اخته کېدل کم دي او په امریکا کې یواځې ۱۳ فیصده جوړوي او تر اوسه پورې یواځې په امریکا کې ۲۶۸ ماشومان له کورونا څخه مړه شوي او تر ۱۳۵۰۰ زیات نور په روغتون کې بستر شوي دي.

دا شمېره له زکام څخه د مړه کېدونکو ماشومانو له کلنۍ شمېرې څخه زیاته ده.

په هر صورت په امریکا کې د ساري ناروغیو وتلي متخصص ډاکټر انټوني فاوچي ددې میاشتې په سر کې کانګرس ته وویل، چې دی تمه لري چې د لیسو یا های سکول ماشومان ته به د واکسین ورکول په مني کې پيل شي.

هغه زیاته کړه د لومړنیو ښونځیو یا ایلېمنټري سکول ماشومانو ته ښايي د ۲۰۲۲ کال تر لومړیو پورې لا واکسین و نه رسېږي.

XS
SM
MD
LG