لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

منظور پشتین د بنو د پرلت ملاتړ کړی او پرلت اسلام اباد ته د ورتګ پرېکړه کړې


واشنګټن – د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین د بنو له پرلت څخه د پي ټي ام د ملاتړ په څرګندولو سره په سیمه کې په ټولو سیاسي قوتونو باندې غږ کړی چې ددغه پرلت بشپړ ملاتړ و کړي.‌

ښاغلي پشتین د خالي یا شنبې په ماښام د فیسبوک له لیارې په ژوندۍ بڼه خپلو خبرو کې وویل، د پرلت مشرانو پرېکړه کړې چې د اتوار یا یکشنبې په ورځ به اسلام اباد ته درومي.

پشتین وویل، "پرلت به اسلام اباد ته ځي او د زورورو په مخ کې به احتجاج کوي. پي ټي ام به ددې برخه وي. په لومړۍ کرښه به ولاړ یو."

دغه پرېکړه د خیبر پښتونخوا د بنو ضلعې په جاني خېلو کې د څلورو تنکیو هلکانو د وژنې پرضد د روان پرلت په شپږمه ورځ شوې ده.

پشتین وویل، د پرلت لپاره دې ملګري تکړه او تیار اوسي او چې غږ پرې کېږي نو په منظمه او سولیزه توګه دې عمل وکړي.‌

هغه وړاندې وویل، دا د دې خاورې د عزت سوال دی نو له همدې امله دې د سیمې له ټولو سیاسي قوتونو څخه غواړي چې خپل ښکاره ملاتړ اعلان کړي.‌

پشتین په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې "په سیمه کې حالات یو ځل بیا جګړې ته بیول کېږي، قبیلوي جګړو ته، نا معلومه افراد سیمې ته وړل کېږي او کله خپله پوځ نېغ په نېغه وژنې کوي او دا ټول خلک د خپلو اهدافو او پیسو لپاره کوي خو مونږ یې په کلکه مخالفت کوو.

د پاکستان پوځ تر اوسه پورې د ښاغلي پشتون ددغو نویو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې تل د هغه خبرې رد کړې دي.

په جاني خېلو کې د څلورو تنکیو هلکانو چې عمرونه يې د 12 نه د 18 کلونو پورې وو، مړي يې د مارچ په ۲۲ موندل شوي وو.

منظور پشتین وویل، د وژل شويو هلکانو د مړو له موندل کېدو څخه دمخه هغوی ۱۶ ورځې ورک وو.

خپلوانو يې دغو هلکانو ته د انصاف، د شهدا پېکج او په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د مالومولو او قانون منګولو ته سپارلو سره د علاقې نه د ټولو وسله والو لرې کولو او رياستي عملدارۍ په ځای کولو دپاره احتجاجي لاريون پېل کړی دی.

د احتجاجي پرلت يو ګډونوال مشر امان الله وايي دوی د دغه پېښې عدالتي پلټنې غواړي.

هغه وویل تراوسه يې حکومت غوښتنې نه دې منلي.

يو بل ځايي مشر حاجي الياس وايي په علاقه کې په کال 2009 کې د وسله والو تندلارو پرضد پوځي عمليات شوي خو په علاقه کې بيا هم د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

هغه وويل دوی غوښتنه کوي چې په علاقه کې دې د ښه او بدو وسلوالو توپير ختم کړی شي.

دوی دعوه کوي تراوسه ورته د صوبې د حکومت لخوا د دوی د غوښتنو پوره کولو ډاډ نه دی ورکړی شوی.

خو د خېبرپښتونخوا د ټرانسپورټ وزير شاه محمد خان ویلي د وزيراعلی په استازيتوب د څلورو ورځو راهسې د احتجاج کوونکو سره ناست دی.

هغه وويل د دوی غوښتنې جايز دي پکار ده چې رياست يې ومني او هغه دغه غوښتنې د وزيراعلی سره شريکې کړي هم دي.

پوليس وايي د پېښې مقدمه يې د نامالومه کسانو پرضد درج کړې او پلټنې يې پېل کړي دي خو منظور پشتین ویلي،‌ چې د پرلت کونکو یوه غوښتنه دا هم ده چې د ځايي کرنېل پرضد دې اف آی ار کټ شي.

XS
SM
MD
LG