لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین او ایران تر خپل منځ د 25 کلنې همکارۍ تړون لاسلیک کړ


واشنګټن ــــ له امریکې سره په بېلابېلو اېټمي او تجارتي شخړو اخته هېوادونو ایران او چین تر خپل منځ د پینځویشت کلنې همکار تړون لاسلیک کړی دی. امریکې تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښکاره کړی.

دغه تړون د چین او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې- خالي په ورځ په یوه غونډه کې لاسلیک کړ چې د ایران پر سرکاري ټیلیویژن په لایو بڼه خپرېده.

د ایران خبري ایجنسۍ ایرنا د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي له خولې ویلي، له ایران سره به یې اړیکې دایمي او پر سټرېټیجۍ ولاړې وي او له روانو حالاتو به نه اغېزمنې کېږي:

"ایران له نورو هېوادونو سره د خپلو اړیکو په اړه په خپلواکۍ سره پرېکړه کوي او د ځینو هېوادونو غوندې نه دی چې په یوه ټیلیفون خپل دریځ بدلوي".

د چین د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې د دې تړون تر لاسلیک مخکې د ایران له ولسمش رحسن روحاني سره هم لیدلي دي.

رایټرز خبري ایجنسۍ پخپل رپوټ کې وایي، تمه ده چې د تړون په اساس به چین په ایران کې د بجلۍ او د رغونې په بنیادي کارونو کې سرمایه کاري وکړي.

د ایران د ولسمشر سلاکار حسام الدین اشنا ایراني رسنیو ته ویلي، له چین سره دا تړون د ایران د "کامیابۍ ډیپلومېسۍ" مثال دی:

"د یو هېواد قوت د هغه په دې وړتیا کې دی چې په اتحادونو کې شامل شي، نه دا چې یواځې پاته شي".

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خاتبزاده وایي، له چین سره تړون د تجارت، اقتصاد او ټرانسپورټ په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ پلان دی چې وایي دواړه به شخصي سېکټر ته ځانګړې توجه کوي.

چین د ایران له سترو تجارتي شریکانو او د اوږدې مودې له اتحادیانو څخه دی او په 2016م کال کې له دې هېواد سره پر دې سلا شو چې تر خپل منځ تجارت 600 اربه ډالرو ته پورته کړي او دا د یوې لسیزې په موده کې د دوی په ګډ تجارت کې لس چنده زیاتوالی دی.

د چین د تجارت وزارت د تېرې پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، بېجنګ هڅه کوي د ایران د 2015م کال اېټمي تړون و ژغوري او د دواړو هېوادونو د اړیکو د قانوني ګټو ملاتړ وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG