لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دچاپېریال په اړه نړیوالې غونډې ته امریکې 40 هېوادونه بللي خو پاکستان ته یې بلنه ورنه کړه


دپاکستان لخوا دچاپیریال نه دخیچنوالي ختمولو دپرله پسې دعوؤ باوجود امریکې دچاپیریال ساتنې په اړوند راجوړیدونکې سرمشریزه غونډه کې پاکستان ته دګډون بلنه نه ده ورکړې.

ټاګل شوې ده چې په ۲۲ اؤ ۲۳م اپریل دامریکایي صدر جوبائیډن په مشرۍ دچاپیریال دپاکوالي په اړه انلاین نړیواله سرمشریزه غونډه کیږي چې امریکې په دغه غونډه کې څلویښتو هیوادونو ته د ګډون بلنه ورکړې ده خو پاکستان یې ورته نه دی رابللی.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند وایي دپاکستان لخوا دچاپیریال پاکولو دپاره دبلین ټري سونامي په څېر ګامونه دنړیوال اقتصادي فورم په ګډون په ټوله نړۍ کې ستائیل شوي دي.

دامریکې لخوا په راجوړیدونکې دې غونډه کې دپاکستان رقیب ګاونډي هیواد هند،چین،روس،بنګله دیش،سعودي عرب،کاناډا،برتانیه،متحده عرب امارات ،انډونیشیاء،نائجیریا،کینیا،بهوټان اؤ نورو هیوادونو ته دګډون بلنې ورکړل شوې دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند رسنیو ته ویلي دموسمیاتي بدلون نه د ژغورنې دپاره دپاکستان هوډ اؤ په دې لړ کې د وزیراعظم عمران خان لخوا اخستل شوي ګامونه ټوله نړۍ مني اؤ ستایي.

ویاند ویلي دي چې پاکستان دموسمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د دکار دځاندرې دکنونشن دمرستیال صدر په توګه په نړیواله کچه موسمیاتي بدلون مباحثې په راجوړؤلو کې مهم کردار لوبوي.

ویاند زیاته کړې ده چې پاکستان دموسمیاتي بدلون څخه تر ټولو زیاتو اغېزمنو لسو هیوادونو کې شامل دی خو بیا هم تر ټولو کم زهرژن ګیس خارجوي.

د ویاند په وینا موسمیاتي بدلون ددې دور تر ټولو ستر چیلنج دی چې مقابله یې یوازې په دور اندېشه پالیسیو کیدای شي اؤ پاکستان په دې جنګ کې خپل کردار ادا کولو ته په بشپړ ډول ژمن دی

دپاکستان وزیراعظم په دې وروستیو کې دلسو اربو ونو کرلو پروژه پیل کړې ده خو په دغه پروژه دپاکستان سپریم کورټ اؤ سیاسي ګوندونو نیوکې کړې دي اؤ ویلي یې دي چې په کاغدونو کې د ونو کرلو خبره شته خو په زمکه دغه هومره ډیرې ونې په نظر نه راځي.

پیښور پوهنتون د فارسټ کالج ډایریکټر ډاکټر انور علي په دې وروستیو کې ډیوه ته ویلي وؤ د څیړنو تر مخه تیرو اویاو کالو کې د ځنګلونو د بې دریغه وهلو له امله تودوخه کې نیمه ډګري اضافه شوې ده.

د ډاکټر انور علي په وینا چاپیریال داسې یو حقیقت دی چې منفي یا مثبتې اغیزې یې په یو هیواد یا منطقې نه بلکې په ټوله نړۍ وي.

د چاپیریال ساتنې نړیوالې ادارې وایي پاکستان د افغانستان نه د نړۍ دویم هاغه هیواد دی چرته چې تیزۍ سره ځنګلونه په ختمیدو دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG