لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

منظور پشتين او محسن داوړ سره د ملګرو خوشي شوي، د جاني خېلو د لاريون تازه حال


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين او د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ سره د ملګرو نن د ګل/ دوشنبې په سهار خوشي کړی شوي دي.

د پي ټي اېم يو مخکښ عبدالله ننګیال بېټني نن په 29 مارچ وي او اې ډیوه سره په خبرو کې د منظور پشتين او محسن داوړ سره د ملګرو د خوشي کولو تاييد وکړو.

بېټني زياته کړه پشتين او داوړ نن هم لاريون پله تلل غوښته خو وايي په پېښور کې هم د جاني خېلو د پرلت او لاريون په ملاتړ احتجاجي ناسته روانه شوې ځکه دوی پېښور ته روان شوي دي.

د بنو په جاني خېلو کې د څلورو تنکیو هلکانو مړي د مارچ په 22 نېټه موندلی شوي وو چې عمرونه يې د 12 نه د 18 کلونو پورې وو، د مړه شوو هلکانو د خپلوانو په وېنا دا هلکان د موندلو نه 20 ورځې وړاندې د ښکار دپاره وتلي او بيا يې مړي په داسې حال کې ترلاسه شوي چې تشدد پرې شوی او ښخ کړی شوي وو.

د يادې پېښې پرضد جاني خيلو احتجاجي پرلت پېل کړی، وژل شوو هلکانو ته د انصاف، د شهدا پېکج او په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د مالومولو او د قانون منګولو ته سپارلو سره د علاقې نه د ټولو وسله والو لرې کولو او رياستي عملدارۍ په ځای کولو دپاره احتجاجي پرلت پېل کړی وو.

د غوښتنو نه منلو وروسته پرون په 28 مارچ پرلت کوونکو د مړو سره اسلام اباد پله پېدل لاريون پېل کړی دی.

منظور پشتين او محسن داوړ پرون هغه وخت نيول شوي چې دوی د جاني خېلو پرلت او لاريون ته په لار وو.

د پي ټي اېم د مشرانو په وېنا پشتين د پېښور څخه د بنو د جاني خېلو د لاريون پله روان وو چې په کوهاټ کې پوليسو نيولی او د کوهاټ انتظاميې د ځان سره ساتلی وو.

داوړ چې هم د پېښور نه ياد لاريون ته روان وو په کرک کې نيول شوی او بيا کوهاټ ته راوستل شوی وو.

د کوهاټ انتظاميې منلي وو چې منظور پشتين او محسن داوړ د دوی سره دي.

د پي ټي اېم يو مشر جمال داوړ ويلي انتظاميې ورته ویلي پشتين او داوړ يې ځکه نیولي چې دوی ته ګواښونه وو ځکه د دوی د خونديتوب دپاره يې دوی د ځان سره ساتلي دي.

خو داوړ وايي مشران يې ځکه نيول شوي چې دوی د لاريون مشرۍ له روان وو او وزیراعلی د لاریون د جرګې سره خبرې کول غوښته چې د منظور پشتين او محسن داوړ پرته ورسره خبرې وکړي.

بل لور د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند کامران بنګش ويلي د شپې په مهال د لاريون کوونکو سره وزیراعلی محمود خان خبرې کړي او کاميابې شوي دي د لاريون ختمولو خبره یې کړې يې ده.

خو د لاريون یو مشر لطیف وزيري وايي د وزیراعلی سره خبرې شوي خو د لاريون د ختمولو پرېکړه لا نه ده شوې ځکه چې د وزیراعلی سره شوې خبرې به د قوم سره شريکولی شي او د هغې وروسته به بيا جاني خېل د لاريون ختمولو يا اسلا م اباد ته د تلو پرېکړه کوي.

XS
SM
MD
LG