لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډاکټر فاوچي په امریکا کې د کرونا د درېمې څپې اندېښنه څرګنده کړې


په امریکايي کې د وبايي ناروغو پوهان او د کرونا وبا دپاره د سپينې ماڼې سلاکار ډاکټر فاوچي اندېښنه څرګنده کړې چې په امریکا کې د کرونا وبا درېمه څپه راتلی شي.

ډاکټر فاوچي ویلي د هېواد په ځينو ریاستونو کې د کرونا وبا له امله لګېدلي بندېزونه زر پورته کړی شوي، ښايي په ملک کې د کرونا تازه مخ په زياتي روانې پېښو علت هم دغه وي.

نوموړي سي بي اېس نيوز سره په خبرو کې په امریکا کې د کرونا وبا د درېمې څپې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د راپورونو ترمخه په امریکا کې يو لور ته چې د کرونا ويکسين لګول کيږي نو بل لور ته ورسره د کرونا په پېښو کې ډېر کمی هم نه ليدل کيږي.

د امریکې صدر جوبايډن د اتوار/يکشنبې په ورځ ویلي، چې د کرونا په پېښو کې کمی نه راځي خو هغه يقين لري چې دا لړۍ به په يو ځای ودريږي.

په امریکا کې په وروستيو کې په يوه ورځ د 60 زرو پورې پېښې مخې ته راغلي وې.

په امریکا کې د ناروغتياګانو د قابو کولو ادارې د اتوار په ورځ ویلي، په ملک کې تراوسه پورې د پينځه کروړه نه سېوا کسانو د کرونا ويکسين يو ډوز، او د نهه کروړه نه زياتو کسانو ته د کرونا دواړه ډوزه ورکړی شوي دي.

د يادې ادارې مشر ډاکټر روشيل ويلنکسي ویلي د کرونا په زیاتو پېښو مخې ته راتلو اندېښه لري او زياته کړې يې ده تازه شمېرې ښايي په وروستيو کې د کرونا پېښې يو ځل بيا سېوا کيږي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په نړۍ کې د کرونا څخه تراوسه پورې 27 لکه 85زره اته کسان مړه شوي چې پکې يواځې پینځه لکه 49زره 335 کسان په امریکا کې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG