لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستاني روپۍ مقابله کې د ډالر نرخ د شلو میاشتو موده کې تر ټولو زیات غورځېدلی


د قابو دوؤ کالو راپدیخوا په وړومبي ځل پاکستان کې د ډالر نرخ د پاکستاني روپۍ په مقابله کې زیات غورځېدلی اؤ د سه شنبې یا نهې په ورځ دپاکستاني بانکونو دننه یو امریکایي ډالر په 153.20 روپۍ پلورل شوی دی.

تیره ورځ د پاکستاني روپۍ په مقابله کې دیو ډالر نرخ 154.04 ؤ خو نن دکاروباري هفتي په دویمه ورځ دبانکونو دننه د ډالر نرخ نور هم 83 پیسې غورځېدلی دی.

تیرکال په 20م اګست پاکستان کې یو ډالر 68.43 روپو ته ختلی ؤ خو دهغې راپدیخوا تراوسه د ډالر نرخ کې 15.23 روپۍ کموت لیدل شوی دی.

دپاکستاني صرافانو داتحادیې دچئیرمین ملک بوستان له خولې پاکستاني رسنیو ویلي چې په دې وروستیو اوونیو کې دپاکستان برامداتو کې دکمي، دبهرنیو هیوادونو نه ملک ته د پیسو رالیږل کیدو،د روشن ډیجیټیل اکاونټ دلارې دبهرمیشتو پاکستانیانو لخوا هیواد ته دسرمایې په رالیږلو اؤ دبهرنیو پورونو د ورکولو کې دځنډ په راتللو دپاکستاني روپۍ دنرخ سیوا کیدو لامل شوې ده

ملک بوستان وایي درامداتو کې پرله پسې کمي سیمه ییزو پیسو ته ډيره زیاته اډاڼه ورکړې ده چې له دې امله دهیواد نه د ډالرو دبهر ویستو کې هم کمی راغلی دی.

ملک بوستان وایي د روشن ډیجیټیل اکاونټ خلاصولو تجربه کامیابه روانه ده اؤ بهر میشتو یو کروړ پاکستانیانو که که پینځه فیصده خلک یعنې پینځه لکه کسان په روشن کې خپل اکاونټ خلاص کړي اؤ هیواد ته پیسې رالیږل کړي نو اندازه ده چې دمیاشتې به دڅلورو نه تر پینځوؤ اربو ډالرو هیواد ته راشي چې له دې امله به دپاکستاني روپۍ ارزښت نور هم سیوا شي

XS
SM
MD
LG