لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان له هند سره خپل تجارت په جزوي توګه بیرته پیل کړ


واشنګټن ـــ د جنوبي اېشیا دوو رقیبو هېوادونو پاکستان او هند چې په وروستیو کلونو کې یې پر یو بل د ګډې پولې د سرغړونې او ترهګرۍ تورونه لګول، تر خپل منځ د تجارتي اړیکو د زیاتولو او سوداګرۍ د زیاتولو پرېکړه کړې ده.

د پاکستان د خزانې وزارت د شورو- چارشنبې په ورځ له تقریباً دوو کلونو وروسته له خپل څنګلوري هېواد هنده د پنبې او بورې پر راوړلو لګولی بندیز لرې کړی دی.

د خزانې نوي مرکزي وزیر حماد اظهر د وزارت تر څوکۍ سنبالولو وروسته په اسلام اباد کې لومړۍ خبري غونډې ته وویل، حکومت یې په هېواد کې د ګرانۍ د مخنیوي لپاره له هنده په بیړنۍ توګه د پنبې او پینځه لکه ټنه سپینې بورې د را واردولو اجازه ورکړې ده:

"موږ له ټولې نړۍ د بورې (چیني) د راتللو اجازه ورکړې ده خو په نوره نړۍ کې هم بوره ګرانه ده ځکه یې را واردول امکان نه لري، خو زموږ په ګاونډیو هېوادونو په هند کې بوره تر پاکستان ډېره ارزانه ده ځکه موږ له هنده د پینځه لکه ټنه بورې د را لېږدولو اجازه ورکړې ده".

د خزانې وزیر وایي په پاکستان کې د بورې خپل ټول پیداوار له 55 تر 60 ټنه پورې دی، خو وایي سږ کال چې په هغه کې یو څه کمي راغلې وه نو ځکه یې له هنده د راوړلو اجازه ورکړه چې وایي په هېواد کې به د بورې بیې هم ورسره کمې شي.

د خبري غونډې په مهال یو خبریال له حماد اظهره وپوښتل چې په تېرو دوو کلونو کې د کشمیر پر سر شخړې له کبله پاکستان ته له هنده د نورو ګڼو خوراکي شیانو راتګ بند شوی دی، نو ولې حکومت یواځې د پنبې او بورې د را واردولو پرېکړه وکړه، د خزانې وزیر وویل:

"موږ به د خپل ولس او صنعت ګټې ته ګورو او دې ته به ګورو چې د پاکستان ګټه په څه کې ده، که د پاکستان ګټه په تجارت کې ده او له کوم هېواد سره په تجارت کې د شیانو بیې کمېږي او غریب سړي ته یې ګټه رسېږي نو په هغه کې هیڅ بده خبره نه ده".

پاکستان د هند د پنبې په سترو اخیستونکو هېوادونو کې وو، خو د 2019م کال په اګست میاشت کې چې هند تر خپلې ولکې لاندې کشمیر نیمه خپلواک حیثیت له قانوني لارې بدل کړ، نو پاکستان له هنده د پنبې پر راتګ بندیز ولګاوه. د خزانې وزیر حماد اظهر وایي سږ کال به له هنده د پنبې پر راتګ دا بندیز ختم کړي:

"په پاکستان کې دا وخت د پنبې ډېره غوښتنه کېږي، بهر ته زموږ د رخت (کپړې) په لېږلو کې زیاتوالی راغلی، تېر کال مو د پنبې فصل ښه نه وو، نو موږ له ټولې نړۍ د پنبې راتګ ته اجازه ورکړې خو له هنده پنبه نه راځي ځکه مو پرېکړه کړې چې د جون تر پایه له هنده هم د پنبې راتګ ته اجازه ورکړو".

پاکستان په داسې وخت کې له هند سره د تجارت د بیرته فعالولو پرېکړه کړې چې د کشمیر پر سر شخړه یې لا روانه ده او دواړو په تېرو کلونو کې پر یو بل د ګډې پورې لاین آف کنټرول د سرغړونې او د ترهګرو د ملاتړ تورونه لګول.

د هند د سوداګرۍ او صنعت لپاره د مملکت وزیر هردیپ سینګ پوري تېره اوونۍ د هند پارلمان ته په وینا کې د یوې پوښتنې په جواب کې ویلي وو، هند د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره د تجارت تر څنګ د اړیکو عادي کېدل غواړي.

د هند وزیراعظم نریندرا مودي تېره اوونۍ خپل پاکستاني سیال عمران خان ته یو خط لېږلی وو چې پکې یې د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړیکو هیله څرګنده کړې وه.

وزیراعظم عمران خان د نریندرا مودي لیک ته په جواب کې لیکلي وو، چې د پاکستان ولس هم له هند سره د امن او همکارۍ اړیکې غواړي. عمران خان لیکلي وو چې په جنوبي اېشیا کې دایمي امن او ارامي له دې سره تړلې ده چې د هند او پاکستان تر منځ ټولې شخړې خصوصاً د کشمیر لانجه حل شي.

XS
SM
MD
LG