لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې څه کم پینځه زره نور کسان په کرونا وایرس اخته شوي،98 مړه


سرکاري شمیرې ښایي چې پاکستان کې دتیر یو شواروز په مهال د کرونا وایرس نورې 4974 پېښې مخې ته راغلي اؤ 98 کسان په دې وایرس مړه شوي دي.

دکرونا په اړوند داقداماتو اؤ قابو موندنې د دولتي ادارې (این سي ایي سي) دشمیرو له مخې په تیر شواروز کې دپاکستان دننه د کرونا وایرس د مثبتو پېښو کچه 9.9 پاتې شوې ده.

دهیواد بیلابیلو سیمو کې په دې وایرس د نورو 98 کسانو د مړینې سره تر اوسه پاکستان کې په دې وایرس دمړو شوؤ کسانو شمیره 14530 ته رسېدلې ده اؤ شپږ لکه 72931 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی دی.

شمیرې دا هم وایي چې په ناروغانو کې 605274 بېرته له دې وایرس روغ شوي اؤ 53 زره اؤ 127 پرې اوس هم اخته دي.

په کرونا وایرس اخته ناروغانو کې د 3000 نه د زیاتو تنانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل کیږي.

خیبر پښتونخوا صوبه کې په دې وایرس ټول ټال 88099 کسان اخته شوي اؤ 2363 پرې مړه شوي دي.

سندهـ کې 265680 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ 4502 تنان پرې تر اوسه مړه شوي دي.

پنجاب کې د کرونا وایرس دناروغانو شمیره 223181 ته رسېدلې اؤ 6427 کسان پرې مړه شوي.

بلوچستان ایالت کې هم 19576 کسان په یاد وایرس اخته شوي اؤ 208 پرې مړه شوي دي.

پلازمینه اسلام اباد کې په کرونا د اخته شوؤ ناروغانو شمیره 58557 ده اؤ دغلته هم 572 کسان په دې وایرس مړه شوي دي.

دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې 12805 کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی اؤ 355 پرې مړه شوي دي، په ګللکت بلتستان کې په دې وایرس داغېزمنو کسانو شمیره 5033 ښودل شوې اؤ 103 کسان پرې مړه شوي دي.

دتیرې یوې اوونۍ راهسې دپاکستان دننه د کرونا وایرس دخوریدو لړۍ چټک شوې اؤ حکومت وایي چې که حالات له قابو ووتل نو په سختو ګامونو پورته کولو به مجبوره شي.

خو وزیراعظم عمران خان یوه ورځ وړاندې واضحه کړې ده چې حکومت به په کرونا دقابو دپاره سخت ګامونه ضرور اخلي خو روزګارونه به نه تړي ځکه چې هیواد د بشپړ ټول بند توان نه لري.

د روغتیایي چارو دپاره د وزیراعظم عمران خان ځانګړي معاون ډاکټر فیصل سلطان یوه ورځ وړاندې مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې د چین څخه د کرونا ضد ویکسین سائنو فارم اخستل شوي پینځه لکه خوراکونه پاکستان ته رارسیدلي دي اؤ 40 لکه نور خوراکونه به داپریل په میاشت کې راورسیږي.

دپاکستان ټوله ابادي 22کروړه ده اؤ تر دې مهاله 15 لکه اؤ 60 زره د کرونا ضد ویکسین دچین لخوا پاکستان ته ورکړل شوي چې دې کې 15 لکه د سوغات یا تحفې په توګه وؤ.

XS
SM
MD
LG