دکرکټ نړیوالې شورا یا ایي سي سي د لوبغاړو نوې درجه بندۍ کړي چې پکې دافغانستان لوبغاړي په مهمو مقامونو ودرؤل شوي دي.
د نوې درجه بندۍ له مخې د ال راونډرانو په نړیوال قطار کې دافغانستان محمد نبي وړومبی مقام ترلاسه کړی اؤ دبنګله دیش شکیب الحسن ورپسې په دوهم نمبر راغلی دی.
په ټي 20 سیالیو کې د ال راونډرانو اؤ توپ اچوونکو د لومړیو لسو کسانو په نوملړ کې دپاکستان یو لوببغاړي هم ځائ نه دی موندلی.
په توپ اچوونکو کې د جنوبي افریقې تبریز شمسي وړومبی اؤ دافغانستان راشد خان دویم مقام ګټلی دی، دې نوملړ کې دافغانستان مجیب الرحمان په پینځم نمبر راغلی دی.
د یو ورځني کرکټ د غوره توپ اچونې په درجه بندۍ کې دافغانستان مجیب الرحمان په دویم نمبر راغلی دی اؤ لمړی مقام د نیوزي لینډ د بولټ په برخه رسیدلی دی.
د یو ورځني کرکټ په ال راونډرانو کې هم دافغانستان محمد نبي دریم مقام ګټلی دی.په دغه نوملړ کې دبنګله دیش دشکیب الحسن نوم په وړومبي اؤ د انګلینډ د بنی اسټوکس نوم به دویم مقام راغلی دی خو دپاکستان دعماد وسیم نوم پکې په پینځم نمبر ځائ موندلی دی