لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوهان د بایډن لخوا د دوه ټریلینه ډالرو انفراسټرکچر پلان د اقتصادي ودې په ګټه بولي


واشنګتن – د ولسمشر جوبایډن پر هغه پلان چې د شورو یا چهارشنبې په ورځ اعلان شو او په ترڅ کې به یې د امریکا د زېربناو (انفرا سټکچر) په نوي کولو باندې په راتلونکو اتو کلونو کې دوه ټریلینه ډالره ولګېږي له ډېرو لږو انتقادونو سره مخ شوی.‌

په ورته وخت کې اقتصاد پوهانو په پراخه توګه دا منلې چې دغه پلان به له اوږد مهالې اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.‌

له بنکرېټ ډاټ کام سره لوی اقتصادي سلاکار مارک همرېک وویل، دا په یقین سره امکان لري چې اقتصاد ته د دومره پیسو له پمپ کولو سره چې د سود اندازه یا انټریسټ رېټ هم صفر ته نېږدی دی، کېدای شي د انفلېشن سبب شي.‌

خو هغه وویل، "د بحث بل اړخ دا دی، چې د انفراسټرکچر د اړتیاو له نه پوره کېدو سره په ښکاره لوی خطر تړلی دی. او زه فکر کوم چې زیات خلک به اوس وايي،‌ چې په داسې یو وخت کې د انفلېشن خطر اخېستل ارزي "

په پېټسبرګ کې د بایډن لخوا د وړاندې شوي پلان له مخې به ۶۲۰ بیلینه ډالره په ټرانسپورټي زېربناو، ۳۰۰ بیلینه د تولیداتو زیاتولو، ۱۸۰ بیلینه د کلایمېټ ساینس په برخه کې د څېړنو او پراختیا، ۱۷۴ بیلینه د برقي موټرو د پراختیا او نور په سلګونو بیلینه په نورو وړو لومړیتوبونو باندې ولګول شي.

دا ستر لګښتونه د چارواکو په وینا د هېواد د راتلونکې پانګونې د لومړۍ نیمايي لپاره دي او تمه ده چې د دوهمې نیمايي په اړه به په راتلونکې میاشت کې معلومات څرګند شي.‌

د شورو یا چهارشنبې په ورځ د اعلان شوي پلان برخو ته د پېسو برابرولو لپاره به د امریکا په سوداګریو باندې ټکسونه لوړ شي او د بل پړاو لپاره به بیا په بډایه کسانو باندې هم ټکسونه لوړ شي.‌

د خصوصي سکټور انتقادونه تر ډېره خاموشه دي:

په زېربنا یا انفرا سټرکچر باندې پانګونې په اړه په پراخه توګه توافق شته او حتی هغو کسانو چې د بایډن لخوا د ټکسونو د زیاتولو او انفلېشن په اړه اندېښنه درلوده هم ددغه پلان او ارادې ستاینه کړې ده.

د امریکا د سوداګرۍ د خونې مرستیال نیل براډلي په یو بیان کې ویلي، "مونږ د هېواد د ماتېدونکي انفراسټرکچر د نوي کولو لپاره یو لوی پروګرام ته اړتیا لرو او مونږ د بایډن د ادارې له دې امله ستاینه کوو چې انفرا سټرکچر یې ستر لومړیتوب دی."

خو هغه زیاته کړې، "که څه هم مونږ باور لرو چې دغه وړاندیز د انفرا سټکچر لپاره د پيسو برابرولو په لاره کې په خطرناکه توګه تېروتنه کړې."

له امېرېکن انټرپرایز انسټیټیوټ څخه ماېکل سټرېن ددغه پلان په تحلیل کې دا پلان ډېر ستایلی که څه هم دغه پلان ته یې د پیسو د برابرولو او انفلېشن په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بایډن د انفرا سټرکچر پلان لاندې تر ۲۰۳۰ کاله پورې د برقي موټرو د پنځه لکو چارج سټېشنونو غوښتنه هم شوې ده.

سپینې ماڼۍ مخکې له مخکې ویلي، چې د دغه پلان له مخې به ۳۲۰۰۰ کیلومټره سړکونه، لس مهم اقتصادي پلونه، لس زره واړه پلونه، د برېښنا، کمپوټر او ټرانزېټ په برخو کې ګڼ رغنیز کارونه ترسره شي.‌

XS
SM
MD
LG