لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي استازی کېري د کلایمېټ په مسله کې پاکستان ته نه خو هند او بنګلدیش ته ځي


واشنګټن – د کلایمېټ په برخه کې د امریکا استازی جان کېري د خپل اسیايي سفر په ترڅ کې له هندي، اماراتي او بنګلدیشي چارواکو سره خبري کوي چې د کلایمېټ چېنج په اړه توپیرونه ختم کړي تر څو ورسره د نړۍ تودوخه کمه شي.‌

د یادولو ده چې د کېري او د پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې نه دې پلان شوي په که څه هم پاکستان د کلایمېټ چېنج له پلوه په نړۍ کې سخت تر ګواښ لاندې هېواد دی.

دغه پرمختګونه په داسې کال کې شوي چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن لخوا ددې میاشتې په وروستیو (اپرېل ۲۲-۲۳) کې د کلایمېټ په اړه یو سرمشریزه رابللې کومې ته چې هغه له هند، چین، بنګلدیش څخه مشران غوښتي خو له پاکستان څخه نه.

یادې سرمشریزې ته د پاکستان له نه بلنې سره ګڼو څېړونکو پوښتنې راپورته کړي چې له یوې خوا پاکستان د نړیوالې تودوخې له ګواښ سره مخ دی او بل پلو وزیر اعظم عمران خان چاپیریال باندې پام ساتي.

ځینې نور بیا دا له پامه د پاکستان غورځول بللي.

ولې پاکستان د کلایمېټ په اړه د بایډن له سرمشریزې غورځېدلی دی؟

د کېري له اسیاسي سفر څخه د پاکستان په وېستلو باندې په ویډرو وېلسن سنټر کې د جنوبي اسیا د چارو کارپوه ماېکل کوګلمن ویلي،

"لومړی پاکستان د نړیوال کلامېټ لپاره د سپینې ماڼۍ د راتلونکې سرمشریزې له بلنې څخه پاتې شوی. اوس د امریکا د کلایمېټ استازی جان کیري هند او پاکستان ته د مشورو لپاره روان دی. اوچ"

د بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ اشاره ورکړې وه چې پاکستان د سپینې ماڼۍ سرمشریزې نه دی بلل شوی ځکه په دغه هېواد کې د کاربن ستونزه کمه وه چې د نړۍ د امېشن له یو فیصد څخه کم جوړوي.

د امریکا لخوا ددې دریځ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، "د ولسمشر جوبایډن په کوربتوب په کلایمېټ باندې د رهبرانو سرمشریزه یو ځل بیا دا په ډاګه کوي چې امریکا د انرژۍ او اقلیم په اړه د ستر اقتصادي فورم رهبري کوي او د هغو هېوادونو مشران راټولوي چې په نړۍ کې د تودوخې او اېمېشن کابو ۸۰ سلنه مسولیت لري. پاکستان که څه هم د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په کتار کې دی چې د کلایمېټ پواسطه متاثره شوی خو امېشن په کې کم دی او د نړۍ د اېمېشن یو فیصد جوړوي"

هند ته د کیري سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې امریکا او برتانیې د نریندرا مودي له حکومت څخه غوښتي دي چې په دغه هېواد کې د کاربن امېشن چې په نړۍ کې تر تولو زیات دی تر ۲۰۵۰ کاله پورې صفر ته راکم کړي.

کیري د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خپل سفر پیل کړ په کوم کې به چې هغه له عربي متحده اماراتو او بنګلدیش څخه هم لیدنه وکړي کوم چې کاروپهان وايي، له دې امله د کلایمېټ چنج له ګواښ سره مخ دی چې ګڼ شمېر خلک یې د سمندر له سطحې څخه په لږو اوچتو سیمو کې ژوند کوي.

د بهرنیو چارو د وزارت په یو بیان کې راغلي دي، چې د کلایمېټ لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی جان کیري به ابوظبۍ، نوي ډلي او ډاکې ته د اپرېل له لومړۍ څخه تر نهمې نېټې پورې سفر وکړي.

همدارنګه ددې کال په وروستیو کې به د نړۍ مشران په ګلاسګو کې د ملګروملتونو لخوا د کلایمېټ په اړه یوې رابلل شوې سرمشریزه کې سره راټول شي تر څو د پاریس د ۲۰۱۵ کال د تړون له مخې په نړۍ کې د تودوخې د کابو کولو لپاره کار وکړي چې ورسره بیا د کلایمېټ د بدلون مخنیوی هم وشي.‌

هندوستان ویلي،‌ دوی به نه یواځې د پاریس تړون ته ژمن پاتې شي چې له مخې به یې په هېواد کې د کاربن اندازه ۳۳-۳۵ فیصده له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۳۰ کاله پورې ښکته کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG