لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ د ډسکه دقامي اسمبلۍ په چوکۍ دسر دوباره ټاکنو امر وکړو


دپاکستان سپریم کورټ دقامي اسمبلۍ په حلقه این ای 75 دسر دوباره ټاکنو په اړوند د ټولټاکنو دکمیشن پرېکړه پرځائ ساتلې اؤ د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف خواست یې رد کړی دی.

دجج عمر عطا بندیال په مشرۍ د دسپریم کورټ درې کسیزې څانګې ډسکه کې دسر دوباره ټاکنو په اړوند دټولټاکنو دکمیشن دپرېکړې په ضد د شوي خواست اوریدنه کړې ده.

دجمعې په ورځ خپله لنډه پرېکړه کې عدالت ویلي چې په دې حلقه کې به سر دوباره ټاکنې کیږي اؤ دې لړ کې به د الیکشن کمیشن فیصله پخپل ځائ وي.

دټولټاکنو کمیشن په 19مه فرورۍ ډسکه کې شوې ټاکنې ناچله ګرځولې وې اؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دا ټاکنې منصفانه اؤ روڼ انده نه وي.

کمیشن د رایې اچولو په ټولو مرکزونو د سروباره د ټاکنو کولو امر کړی ؤ خو د واکمن ګوند کاندید علي اسجد ملهي دټولټاکنو دکمیشن دا پرېکړه په ستره محکمه کې چیلنج کړې ده.

دجمعې په ورځ د سپریم کورټ لخوا په دغه حلقه دسر دوباره ټاکنو دامر راتلو وروسته د واکمن ګوند تحریک انصاف یو مهم مشر عثمان ډار ویلي چې ګوند یې د سترې محکمې دا پرېکړه مني.

هغه رسنیو ته ویلي چې د دوئ ګوند د مسلم لیګ نواز په څېر نه دی چې ګنې محکمه به یې د ګټې په ضد پرېکړه وکړي اؤ دوئ به یې بیا دمنلو نه انکار کوي.

د واکمن ګوند کاندید علي اسجد ملهي رسنیو ته ویلي هغه په عدالتي پرېکړه د سر دوباره نظر اچونې د اپیل حق لري اؤ کله چې دمحکمې بشپړه پرېکړه مخې ته راشي نو هغه ته به معلومه شي چې ولې یې خواست نه دی منل شوی؟

دمسلم لیګ نواز ګوند ویاندې مریم اورنګزیب په عدالتي پرېکړه خپل غبرګون کې ویلي چې دسپریم کورټ پرېکړه کې د ولس رائیو پټوونکو ته ډاګیز پیغام دی اؤ دا پیغام دهغه چا دپاره هم دی چې ویل یې دجمعې ورځ د مسلم لیګ نواز ګوند دپاره بختوره نه وي..

دقامي اسمبلۍ په چوکۍ این ای 75 دمسلم لیګ نواز ګوند سره دتړاؤ لرونکي سیداافتخار الحسن شاه دمړینې له امله په 19مه فرورۍ سر دوباره ټاکنې شوې وې خو ددغه ټاکنو د ډزو اؤ اړي ګړي پېښې هم شوې وې چې پکې دوه تنه وژل شوي وؤ .

مسلم لیګ نواز ګوند په دغه ترسره شوؤ ټاکنو کې په واکمن ګوند د سختې ټکۍ تورونه لګولي وؤ اؤ ویلي یې وؤ چې د ټولټاکنو 20مامورین یا پریزائیډنګ افسران سره دخلکو د اچول شوؤ رایو ټوله شپه ورک وؤ اؤ‌په سبا یې رایې دټولټاکنو کمیشن ته ورسپارلي دي.

دټولټاکنو کمیشن هم ویلي وؤ چې په سیمه کې ورسره دټولټاکنو په مهال پولیسو اؤ نورو انتظامیي چارواکو هیڅ مرسته نه کوله.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG