واشنګټن ـــ د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې یو این ډي پي په یوه تازه څېړنه کې ویلي، که له پرمختلونکو هېوادونو سره مرسته ونه شي د کرونا وایرس له اغېزه به په ګرانه را وځي ځکه چې وایي د بهرنیو پورونو له کبله هغوی نور هم بېوزله کېږي.
دا څېړنه د پیسو د نړیوالې ادارې او نړیوال بېنک تر غونډې یوه اوونۍ مخکې خپره شوې، چې پکې ویل شوي 120 د ټیټې او منځنۍ کچې د آمدن هېوادونه به سږ کال تر یو کرب ډالرو زیات پورونه پرې کوي.
د دې څېړنې له مخې په دغو کې 72 هغه کمزوري هېوادونه دي چې وایي د دغو یو کرب ډالرو د نیمی برخې د پرې کولو ذمه واري ور له غاړې ده.
د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې مشر ایچم سټاینر وایي، دغه 72 هېوادونه د خودمختارۍ او اقتصاد له چېلنجونو سره مخ دي چې وایي دا به د دغو هېوادونو د خلکو د ښېګړې په برخه کې ټولنیز-اقتصادي لګښتونه زیات کړي.
ښاغلی ایچم سټاینر وایي، د دې لپاره په بیړنۍ توګه یوې نوې تګلارې ته اړتیا ده چې د ټیټې او منځنۍ کچې آمدن لرونکو هېوادونو سره د هغوی د پورونو په پرې کولو کې مرسته وکړي:
"دا کار به د راتلونکو کلونو لپاره د غربت او موسمي بدلون په برخه کې د مهمې سرمایه کارۍ مخه ونیسي، هغه سرمایه کاري چې موږ یې له یو شمېر شتمنو هېوادونو سره وینو. د ولسي پورونو ورکړه په پرمختلونکو هېوادونو کې د سرمایه کارۍ ګنجایش پیدا کوي".
د یو این ډي پي مشر وایي ډېر پرمختللي او شتمن هېوادونو په دې تمه دي چې سږ کال به پکې کورونا وایرس ختم شي، خو وایي د غریبو هېوادونو په اړه داسې نه شي ویل کېدای.
وایي دغه هېوادونو له زیاتېدونکې غریبۍ سره مخ دي ځکه چې وایي کورونا وایرس په دوامداره توګه د دغو ټولنو فزیکي او اقتصادي روغتیا ځپي او زیان ور اړوي.
ایچم سټاینر وایي یو شمېر شتمن هېوادونو د کورونا وایرس د مخنیوي او د خپلو اقتصادونو د پرمختګ لپاره پر مرسته کوونکو پېکیجونو پیسې لګوي، وایي د غریبو هېوادونو لپاره هم دې ته ورته سرمایه کارۍ ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو پرمختیایي اداره راتلونکې اوونۍ د نړیوال بېنک او د پیسو د نړیوالې ادارې ای ایم ایف په غونډه کې له برخه اخیستونکو غواړي، له هغو هېوادونو پر اقتصادي مرستو دې اتفاق وکړي چې تر زیاتو پورونو لاندې دي.