لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په کرونا وایرس نور 84 کسان مړه شوي،د درې نیمو زرو حالت اندېښمن


شمیرې ښایي چې پاکستان کې د تېر یو شواروز په مهال 84 نور کسان په کرونا وایرس مړه شوي اؤ په دې وایرس داخته 3490 کسانو روغتیایي حالت اندېښمن ښودل شوی.

پاکستان کې د کرونا وایرس په بابله داحوال ورکوونکې دولتي ویب پاڼې دشمیرو له مخې په تیرو​ 24 ساعتو کې دهیواد بیلابیلو برخو کې 4723 کسانو ته کرونا وایرس وایرس اخته شوي اؤ 84 پرې مړه شوي دي.

د نوؤ پېښو رامنځته کېدو سره تر دې مهاله پاکستان کې په کرونا د اخته شوؤ کسانو شمیره شپږ لکه اؤ 82888 ته رسېدلې ده اؤ ټول 14697 کسان په دې وایرس مړه شوي دي.

د سرکاري شمیرو له مخې تر اوسه په کرونا وایرس اخته 609691 ناروغان بېرته روغ شوي اؤ 58500 پرې اوس هم اخته دي.

خیبر پښتونخوا صوبه کې د کرونا د ناروغانو شمیره 90262 ښودل شوې اؤ 2417 کسان دغه صوبه کې په یاد وایرس مړه شوي هم دي.

سندهـ صوبه کې 266173 کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی اؤ 4506 پرې مړه شوي دي.

پنجاب کې هم 228356 کسان تراوسه په کرونا وایرس اخته اؤ 6523 پرې مړه شوي.

بلوچستان کې د کرونا نه داغېزمنو کسانو شمیره 19679 ده اؤ 211 کسان تر اوسه دې صوبه کې مړه شوي دي.

دپاکستان د واک لاندې کشیمر کې 13176 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ 363 پکې خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

ګلګت بلتستان کې 5045 کسان په دې وبا اخته شوي اؤ 103 پرې مړه شوي، پلازمینه اسلام اباد کې هم 60197 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ 574 پرې مړه شوي دي.

دتېرو دوؤ اوونیو راهسې پاکستان کې د کرونا وایرس دریمه څپه کې شدت پیدا شوی اؤ روزانه په دې وایرس په زرګونو کسان اخته کیږي.

تیره ورځ برتانیې دپاکستان نوم د سفري بندیز په سور نوملړ کې هم وراچولی چې له دې امله به اوس دپاکستان نه هیڅوک برتانیې ته سفر نه شي کولی اؤ که د برتانیه خپل وګړي هم دپاکستان نه هلته ستنیږي نو وړومبی به برتانیه کې تر لسو ورځو قرنطین کې ساتل کیږي.

د کرونا وایرس پېښو کې د پرله پسې اضافې سره سم دپاکستان بیلابیلو برخو کې د وړاندې نه پځائ کړل شوي بندیزونه نور هم سخت کړل شوي اؤ حکومت اؤ دصحت محکمې چارواکي په ولس ټینګار کوي چې د ددې وبا نه دځان ساتنې دپاره د ډاکټرانو په سپارښتنو باید په سختۍ سره عمل وکړي.

دخیبر پښتونخوا صوبې سرښار پېښور کې د کرونا وایرس نه دخلکو د ژغورنې په خاطر حکومت په هر رقم دستورو بندیز لګولی اؤ سرچینې وایي چې د صوبې بیلابیلو سیمو کې د لاک ډاؤن په لګولو هم غور روان دی.

په عین حال کې پاکستان کې د خالي د ورځې نه د شپیتوؤ کالو عمر لرونکو ته د کرونا ضد ویکسین لګولو لړۍ پیل شوې ده.

دپاکستان ټوله ابادي 22کروړه ده اؤ تر دې مهاله 15 لکه اؤ 60 زره د کرونا ضد ویکسین دچین لخوا پاکستان ته ورکړل شوي چې دې کې 15 لکه د سوغات یا تحفې په توګه وؤ.

د روغتیایي چارو دپاره د وزیراعظم عمران خان دځانګړي معاون ډاکټر فیصل سلطان د وینا له مخې د چین څخه د کرونا ضد ویکسین سائنو فارم اخستل شوي پینځه لکه خوراکونه پاکستان ته رارسیدلي دي اؤ 40 لکه نور خوراکونه به د روان اپریل په میاشت کې راورسیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG