لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې پینځوؤ زرو نه زیاتو نورو کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی


پاکستان کې د تېر یو شواروز په مهال5020 نور کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ 81 کسان پرې ممړه شوي هم دي

دسرکاري شمېرو ترمخه په کرونا وایرس اخته ناروغانو کې د 3568 کسانو روغتیایي وضعیت داندېښنې وړ ښودل شوی دی

پاکستان کې د کرونا وایرس په بابله داحوال ورکوونکې دولتي ویب پاڼې دشمیرو له مخې په تیرو 24 ساعتو کې دهیواد بیلابیلو برخو کې دپینځوؤ زرو نه د زیاتو کسانو په کرونا وایرس داخته کېدو سره په دې هیواد کې تر اوسه په یاد وایرس داخته شوؤ کسانو شمیره شپږ لکه اؤ87908 ته رسېدلې ده اؤ ټول 14778 کسان په دې وایرس مړه شوي دي.

سرکاري شمیرې ښایي په کرونا وایرس اخته613058 ناروغان بېرته روغ شوي اؤ 60072 پرې اوس هم اخته دي.

خیبر پښتونخوا صوبه کې د کرونا د ناروغانو شمیره 91439 ښودل شوې اؤ 2440 کسان دغه صوبه کې په یاد وایرس مړه شوي هم دي.

سندهـ صوبه کې 266378 کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی اؤ 4509 پرې مړه شوي دي.

پنجاب کې هم 231073 کسان تراوسه په کرونا وایرس اخته اؤ 6572 پرې مړه شوي.

بلوچستان کې د کرونا نه داغېزمنو کسانو شمیره 19734 ده اؤ 211 کسان تر اوسه دې صوبه کې مړه شوي دي.

دپاکستان د واک لاندې کشیمر کې 13321 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ 364 پکې خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

ګلګت بلتستان کې 5052 کسان په دې وبا اخته شوي اؤ 103 پرې مړه شوي، پلازمینه اسلام اباد کې هم 60911 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی اؤ 579 پرې مړه شوي دي.

دتېرو دوؤ اوونیو راهسې پاکستان کې د کرونا وایرس دریمه څپه کې شدت پیدا شوی اؤ روزانه په دې وایرس په زرګونو کسان اخته کیږي.

پاکستان کې ورځ تر بلې د کرونا د سیوا کېدونکو پېښو له امله دوه ورځې دمخه برتانیې دپاکستان نوم د سفري بندیز په سور نوملړ کې هم وراچولی چې له دې امله به اوس دپاکستان نه هیڅوک برتانیې ته سفر نه شي کولی اؤ که د برتانیه خپل وګړي هم دپاکستان نه هلته ستنیږي نو وړومبی به برتانیه کې تر لسو ورځو قرنطین کې ساتل کیږي.

د کرونا وایرس پېښو کې د پرله پسې اضافې سره سم دپاکستان بیلابیلو برخو کې د وړاندې نه پځائ کړل شوي بندیزونه نور هم سخت کړل شوي اؤ حکومت اؤ دصحت محکمې چارواکي په ولس ټینګار کوي چې د ددې وبا نه دځان ساتنې دپاره د ډاکټرانو په سپارښتنو باید په سختۍ سره عمل وکړي.

دخیبر پښتونخوا صوبې سرښار پېښور کې د کرونا وایرس نه دخلکو د ژغورنې په خاطر حکومت په هر رقم دستورو بندیز لګولی اؤ سرچینې وایي چې د صوبې بیلابیلو سیمو کې د لاک ډاؤن په لګولو هم غور روان دی.

په عین حال کې پاکستان کې د خالي د ورځې نه د شپیتوؤ کالو عمر لرونکو ته د کرونا ضد ویکسین لګولو لړۍ پیل شوې ده.

دپاکستان ټوله ابادي 22کروړه ده اؤ تر دې مهاله 15 لکه اؤ 60 زره د کرونا ضد ویکسین دچین لخوا پاکستان ته ورکړل شوي چې دې کې 15 لکه د سوغات یا تحفې په توګه وؤ.

د روغتیایي چارو دپاره د وزیراعظم عمران خان دځانګړي معاون ډاکټر فیصل سلطان د وینا له مخې د چین څخه د کرونا ضد ویکسین سائنو فارم اخستل شوي پینځه لکه خوراکونه پاکستان ته رارسیدلي دي اؤ 40 لکه نور خوراکونه به د روان اپریل په میاشت کې راورسیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG