لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوه میرمن عمران خان ته:که ګراني نه شې قابو کولی نو د"ویریدو" اجازه راکړه


دپاکستان وزیراعظم عمران خان چې زیاتره پخپلو ویناګانو کې ولس ته د ډاډ ورکولو په غرض وایي “ویریږي به نه “ یوې عامې میرمنې ترې هیواد کې د سیوا شوې ګرانۍ له غوښتنه کړې چې که حکومت ګراني نه شي قابو کولی نو “دخدایې دپاره ولس ته باید د ویریدو اجازه ورکړل شي”

وزیراعظم عمران خان داتوار په ورځ ولس سره نیغ په نیغه دټیلي فون دلارې خبرې کولې چې یو شمیر خلکو هغه څخه د ګرانۍ ،تعلیم، روزګار اؤ نورو ټولنیزو ستونزو په اړوند پوښتنې کړې دي.

اسلام اباد څخه دعنبرین قیوم په نوم یوې میرمنې وزیراعظم عمران خان ته په ټیلي فون وویل دهغې خاوند یوه وړه نوکړي کوي،ګراني دومره سیوا شوې چې هغه دخپلو ماشومانو دسکولونو دفیسونو ورکولو اؤ د کور لګښتونو پوره کولو توان نه لري.

هغې وزیراعظم ته وویل"ته خو پخپلو ویناګانو کې ولس ته اکثر وایې چې "ویریږئ به نه "نو که د ډالر دنرخ غورځېدو باوجود هم ګراني ورځ تر بلې په بره خیژي دخدایې دپاره بیا ولس ته اجازه ورکړه چې وویریږي"

د وزیراعظم عمران خان د "ویریږئ به نه"خبره اوس په عامو خلکو کې دومره مشهوره شوې چې زیاتره مهال که پاکستان کې په سوشل میډیا څوک کومه ټولنیزه یا سیاسي ستونزه راپورته کړي نو زیاتره خلک ورته دعمران خان په حکومت دطنز په توګه په جواب کې لیکي چې "ویریږې به نه"

خو کله چې عنبرین قیوم نومې میرمنې وزیراعظم عمران خان نه په ټيلي فون د ویریدو اجازه وغوښته نو ښاغلی خان ورته په ځواب کې مسکی شو اؤ د ګرانۍ دلیلونه ورکول یې پیل کړل.

وزیراعظم وویل “یوه ګراني وي چې په یو دوکان کې یو شی په یو نرخ خرڅیږي خو همدغه شیز بیا دبل دوکان څخه په بدل نرخ ترلاسه کیږي ، نو داسې ګراني بیا مونږ دانتظامیې دلارې قابو کولی شو”

عمران خان وویل “د ګرانۍ دویم رقم دادی چې یو کرونده ګر یو شی تیار کړي اؤ مارکیټ ته یې وباسي خو دغه شی چې بیا ولس ته رسیږي نو په نرخ کې یې یو غټ فرق راغلی وي، کرونده ګر ته ټولې پیسې نه ور رسیږي خو دریم تن بیا په دغه شي زیاتې پیسې ګټي اؤ اوس به مومو دمنډهیانو نه نیغ په نیغه سبزیاتې اؤ میوې ولس ته رسوؤ”

هغه زیاته کړه چې دمنډهیانو نه نیغ په نیغه ولس ته دسزیانو اؤ میوؤ رسولو سره به کرونده ګر ته د هغوئ دکروندې ښه نرخ په لاس ورځی اؤ دخلکو دپاره به نرخونو هم راښکته شي.

خو پېښور کې میشت وتلی خبریال ناصر داوړ بیا د وزیراعظم عمران خان دا څرګندونې بیا یو ساعت تیری اؤ لطیفي بلي اؤ وایي حکومت سره داسې هیڅ پروګرام په لاس کې نشته چې ګراني پرې قابو کړي.

ډیوه سره خبرو کې ناصر داوړ وایي دې نه وړاندې وزیراعظم عمران خان د ولس د معاشي بدحالۍ ختمولو دپاره هغوئ ته د کورنیو چرګانو د ورکولو منصوبه پیل کړې وه ،بیا یې وویل چې خلکو ته به میښې اؤ سنډاګان ورکوي اؤ اوس وایي چې د ګرانۍ قابو کولو دپاره به دګرونده ګرو کروندې نیغ په نیغه ولس ته رسوؤ.

خبریال داوړ وایي دا ټولې وړې،وړې دساعت تیري خبرې دي چې د وزیراعظم دمعاشي ټیم په صلاحیتونو پوښتنې راولاړوي.

هغه وویل ترڅو چې هیواد د ایي ایم ایف اؤ نورو نړیوالو مالیاتي ادارو دقرضونو دبار لاندې ګیر وي ، ګراني به همداسې ورځ په ورځ سیوا کیږي اؤ په دې پخپله وزیراعطم اؤ دهغه حکومت هم پوهه دی خو چونکې اقتدار کې د راتلو نه وړاندې وریراعظم خلکو سره غټې غټې ژمنې کړې وې اؤ اوس هغه پوره کولی نه شي نو ځکه دغسې په “لیطفو” د خلکو نه ځان خلاصوي

هیواد کې دګیس دکمي په بابله دیوې پوښتنې ځواب کې وزیراعظم ویلي که چرې مونږ دګیس ورکړه نوره هم پراخوؤ نو له دې امله به د ګیس پورونه زیاتیږي.

هغه وویل مونږ ګیس په ګران نرخ اخلو اؤ په ارزان نرخ یې ولس ته ورکوؤ اؤ که په داسې حال کې د ګیس ورکړه نوره هم سیوا کړو نو بیا به راته ګرانه شي چې په موجوده نرخ خلکو ته ګیس ورسوؤ.

د دوایانو نرخ کې د اضافي په پوښتنه وزیراعظم عمران خان ویلي د روغتیا څانګه د صوبو سره ده خو مونږ درېوؤ صوبو اؤ ګلګت بلتستان کې هر وګړي ته دصحت کارډ ورکولو هڅه کوؤ چې له دې لارې به دصحت څانګه کې یو ستر انقلاب راشي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG