لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صوابۍ: د ترهګرۍ ضد د عدالت جج د ښځې، لور او نمسي سره وژل شوی


په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد د عدالت قاضي (جج) د ښځې، لور او نمسي سره د نامالومه وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.

د صوابۍ د پوليسو په وېنا دغه پېښه په پېښور موټر وی د صوابۍ په انټرچېنج هغه وخت رامنځته شوې چې جج افتاب افريدي د سوات نه اسلام اباد ته په لار وو.

ياده پېښه پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (څلورم اپرېل) ناوخته رامنځته شوې ده.

ویل شوي د هغه په موټر ډزې شوي هغه، د هغه ښځه، لور او نمسی په ډزو کې وژل شوي او ډرايور يې سخت ژوبل شوی دی.

د پېښې په اړه پوليس ته په ورکړی شوي رپورټ کې د وژل شوي قاضي زوی ويلي پلار يې په سوات کې د ترهګرۍ ضد عدالت جج وو.

هغه ويلي په دوه موټرو کې کسان راغلي او د پلار (جج افتاب افريدي) په ګاډي يې ډزې کړي دي.

د ژغورنې ادارې رېکسيو 1122 هم په پېښه کې وژنې تاييد کړي او د ژوبل ډرايور روغتون ته منتقل کولو يې ويلي دي.

د صوابۍ د چوټا لاهور تاڼې پولیسو ويلي دغه پېښه د تاڼې په علاقه کې مخې ته راغلې ده.

پوليس ویلي په ګاډي ډزې د نزدې نه شوي دي.

د پوليس چارواکو په وېنا د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي.

په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پېښې غندنه کړې او ويلي يې دي په دې پېښه کې ککړ کسان به نيول کيږي او پرضد به يې سخت قانوني چلند کولی شي.

د پېښور د وکيلانو اتحاديې (پېښور بار اېسوسي اېشن) د جج د وژنې پرضد نن په پينځم اپرېل د عدالتونو څخه بايکاټ اعلان کړی دی او ويلي يې دي وکيلان به عدالتونو ته نه حاضريږي.

XS
SM
MD
LG