لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا په شمالي او جنوبي ضلعوکې د باراني لړۍ امکان څرګند کړی شوی


په خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي، د شورو/ چارشنبې د ورځې پورې د صوبې په شمالي او جنوبي ضلعو کې د بارانونو، سيلۍ او تندرونو امکان دی، اړونده ادارو ته د چمتو کېدو لارښوونه شوې ده.

پي ډي اېم اې امکان څرګند کړی چې په چترال، سوات، شانګله، بونېر، کوهستان، مانسهره، ابېبټ اباد، هري پور، کوهاټ، بنو، پېښور، کرمه او وزیرستان کې بارانونه او تندرونه کېدی شي او دا لړۍ به د اتوار نه تر شورو پورې روانه وي.

ادارې اړونده محکمو ته لارښوونه کړې چې هر ډول حالاتو ته چمتو وي، سېلګري دي خبر کړی شي او د ژغورنې ادارې ټولې تيارۍ ونيسي.

د خېبرپښتونخوا په لرې پرتو غرييزو علاقو کې زياتره د بارانونو په وخت غرونه رانړيږي چې له امله يې لارې (سړکونه) بند شي او د کورونو د چتونو غورځېدو سره د سېلابونو په رنګ نورې پېښې هم مخې ته راځي.

د پي ډې اېم اې ترمخه د مارچ په مياشت کې په صوبه کې په بېلابيلو پېښو کې 15 کسان مړه او 29 ژوبل شوي وو.

دغه رنګ ويل شوي چې په پېښو کې 198 ته تاوان اوښتی چې پکې 27 وران شوي او نورو ته نیم تاوانونه اوښتي وو دغه ډول څلور سکولونه او 18 نورې ودانۍ هم اغېزمنې شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG